تاند، دوشنبه، د حمل ۴مه: د ایران د باندنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د عبدالله او ولسمشر اشرف غني تر منځ روان سیاسي اختلافات د امریکا د بې غورۍ او د ۲۰۱۴ میلادي کال له ټاکنو څخه د درس نه اخستلو له امله دي.

د ایران د باندنیو چارو له وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې ایران د افغانستان روانې چارې له نږدې څاري او د افغانستان کورني اختلافات د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته ژور خطر بولي.

ایران د امریکا له لوري ټاکنو ته نه توجه او د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو څخه درس نه اخستل د روان سیاسي کړکېچ سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده، د امریکا د ولسمشر ټاکنیزو تبلیغاتو ته لومړیتوب ورکول او د سیمه ییز ثبات او امنیت په نظر کې نیولو پرته د خپلو خبرو مخته وړل ددې لامل شول، چې د افغانستان داخلي وضعیت له پامه وغورځول شي او په تعقیب یې اوسنی حالت رامنځته شي.

د ایران په اند د افغان ټاکنیزو اختلافاتو په اوج کې امریکا غواړي د افغانستان ملي مصالح د خپلو سیاسي اهدافو قربان کړي، نو ځکه د افغانستان سیاسي مشرانو ته ښایي، په یوه ټول شموله دولت موافقه وکړي تر څو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره شي.

د ایران د اعلامیې له مخې، دا هیواد تیار دی چې د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې هر ډول همکاري وکړي.

ایران داسې مهال د افغانستان د داخلي سیاسي کړکېچ له امله اندېښمن دی، چې د ولسمشر غني او عبدالله اختلافات لا هم پای ته نه دي رسېدلي او نه په دې برخه کې د امریکا هڅو او منځګړیتوب تر دې دمه کومه مثبته پایله ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *