تاند، دوشنبه، د حمل ۴مه: د حج و اوقاف وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب اعلان کړی چې د کورونا ناروغي جدي ده او له ۶۰ کلونو څخه د لوړ عمر یا په بیلابیلو ناروغیو اخته خلک دې جوماتونو ته له تلو څخه ډډه وکړي ترڅو د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوی وشي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب په کابل کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې وویل، هیڅ تضمین نشته چې موږ به له کرونا ویروس څخه خوندي پاتې شو.
د منیب په خبره موږ دوه ډوله تدابیر لرو چې د کورونا ویروس په وړاندې یې ونیسو: ((زموږ له تدبیرونو څخه یو دا دی چې نوافل او عبادت زیات کړو ترڅو موږ د خدای له قهر څخه وژغورل شو. دوهم دا چې د ډاکټرانو مشورې ته پاملرنه وکړو او د غیر ضروري غونډو مخه ونیسو.))
هغه وويل: ((موږ په حديثو او رواياتو کې جومات ته د نه تللو ډېر دليلونه لرو کله چې زموږ ژوند ، ملکيت او کوچنيان په خطر کې دي نو باید د احتیاط له مخې تدابیر ولرو.))
هغه ټینګار وکړ چې زاړه او ناروغان باید جوماتونو ته لاړ نه شي او د جومات ملایان دې هم د جمعې لمونځ او خطبې لنډې ولولي.
د حج و اوقافو وزیر له دیني عالمانو وغوښتل چې د احساساتي فتواو له ورکولو ډډه وکړي ، چې د جنون یوه برخه ده ، او شرعيت هم د جنون فیصلې ته اجازه نه ورکوي، بلکې موږ باید مسؤلانه سره عمل وکړو.