تاند، دوشنبه، د حمل ۴مه: د هرات ولایتي ادارې اعلان کړی چې هر روغتیایي کارکوونکی د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې په لار کې مړ شي د دفاعي ځواکونو د شهیدانو له امتیازاتو څخه به برخمن شي.

د هرات د والي دفتر وایي، په دې اړه ورته ولسمشر اشرف غني هدایت کړی دی.

په دې اړه د هرات د ولایتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د روغتیایي او سیمه ییزو چارواکو د هلوځلو مننه کړې او د کابینې له لوري یې د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوې لپاره د دولتي روغتیایي کارکوونکو لپاره د استثنایي امتیازاتو د تصویبولو خبر ورکړی دی.

ولسمشر همداراز د روغتیایي کارکوونکو لپاره چې د  (کووید ۱۹) په برخه کې کار کوي د ښو معاشونو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د هرات ولایتي دفتر وایي چې د امتیازاتو او معاشونو جزییات به ډېر ژر خپاره شي.

په ورته وخت کې سرچینې ویلي دي چې که چیري خدای مه کړه کوم روغتیایي کار کوونکی د کورونا ناروغۍ له وجې ومري، کورنیو ته یې د هېواد د دفاعي شهیدانو امتیازات منظور شوي دي.

هرات په هېواد کې د کورونا وایرس اصلې سرچینه پیژندل شوی او د دغه ولایت روغتیایي ټیم هم د دې وایرس د کنټرولولو په هڅه کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *