تاند(دوشنبه، د حمل ۴) وسله والو طالبانو نن د افغانستان په څو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او نه یوازې یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبلې اړولي بلکې په خپله هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د طالبانو له لوري د نن ورځې تر ټولو وروستۍ حمله ماښام مهال د کندوز ښار په خان اباد بندر کې وه چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د سرچینو په وینا لږترلږه ۲ پولیس او یو ملکي پکې ووژل شول.
په غزني کې بیا په یوه بمي چاودنه کې د ۴ پولیسو په ګډون ۵ تنه ووژل شول.
دا چاودنه د غزني په ده یک ولسوالي کې وشوه او چارواکي وايي چې بم طالبانو ایښی و.
له بلې خوا د بدخشان ولایت چارواکو نن وویل چې پرون طالبانو د دې ولایت پر نسي ولسوالي برید وکړ چې د ملي اردو د ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شو او په نتیجه کې یې ۷ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.
په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان چارواکي وايي چې په تېرو درو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې لږترلږه ۸۰ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.
د افغان چارواکو له معلوماتو سره سم، په یاده موده کې طالبانو د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې لویې او وړې حملې کړي چې په لړ کې یې شاوخوا ۲۰ سرتېري ژوبل شوي هم دي.
په همدې حال کې طالبان وايي چې افغان هوايي ځواک د کندوز د امام صاحب ولسوالي په یکه توت سیمه کې پر هستوګنو سیمو بمباري کړې چې په لړ کې یې شاوخوا ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي دي خو افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې وژل شوي کسان ملکیان نه بلکې طالبان دي.