کندهار افغانستان- کندهار والي نن د عمر بن خطاب د جامع د جوړېدو د چارو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د فني پرسونل کمښت يې د جامع د چارو د ټکنۍ کېدلو د اصلي لامل په توګه ياد کړ.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کي د دغه لويي جامع د جوړېدو د چارو ځنډ د فني پرسونل کمښت وباله، او زياته يې کړه چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رئيس جمهور په خاصي پېرزويني او پاملرني سره د يادي جامع د جوړولو لپاره په کافي اندازه پيسې لري خو د فني پرسونل کمښت يې د جوړېدو چاري له ځنډ سره مخ کړي دي.
ښاغلي ويسا همدارنګه وويل، په کندهار کي د عمر بن خطاب د جامع جوړېدل د دغه ولايت د خلکو خاصه غوښتنه ده او د جوړېدو چاري يې بايد ژر تر ژره بشپړي سي ترڅو په يوه وخت په زرهاوو مسلمانانو ته د لمونځ ادا کولو زمينه برابره سي.
نوموړي دا هم وويل چي د جامع د جوړېدو چاري يې تر ډيره بشپړي سوي دي او پاته په کمه اندازه د جوړېدو چاري به يې هم ډېر ژر بشپړي سي.
سلامونه دی جامع جومات دي جوړیدوکار ستایو خو والی صاحب فکر دي وی چي دی کرزی صاحب ناراضی ورونه دې دي اختر په ورځ ځانه سره دي پنجاب په خیالونو کی جوړ شوی جنت ته دې ونه لیږي.