تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله سره له کاتنې وروسته په قطر کې له ملا برادر سره لیدلي او خبرداری یې ورکړی چې دا هېواد له کابل سره خپله ۱ میلیارد ډالره مرسته کموي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې دوی ته نور په کابل کې د سیاسي کړکیچ ژورتیا د منلو نه ده او په دوام به یې خپلې یو میلیارد ډالره نوره مرسته هم له کابل سره کمه کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، واشنګټن په دې هکله ژوره خواشیني لري چې اشرف غني او عبدالله مایک پمپیو ته په یو ټول شموله حکومت د نه موافقې خبر ورکړی.
امریکا ویلي، دا ناکامي د واشنګټن – کابل اړیکو ته زیان رسوي او د امریکا د ملګرو په شمول هغو افغانانو ته سپکاوی دی چې د افغانستان د نوي راتلونکي د جوړولو لپاره یې مبارزه کې قربانۍ ورکړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا له افغانستان سره په سملاسي ډول یو میلیارد ډالر مرسته کموي او په یو میلیارد ډالري نورو مرستو راکمولو هم غور کوي: ((دغه راز به امریکا د خپلو ټولو پروګرامونو او پروژو ارزونه پیل کړي او د افغانستان لپاره راتلونکو تمویلوونکو کنفرانسونو کې به په خپلو ژمنو له سره غور وکړي.))

امریکا په څرګنده توګه افغان مشرانو ته خبرداری ورکړی چې تر دې وروسته د هغو امنیتي عملیاتو ملاتړ نه کوي چې سیاسي اهداف لري او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړي څوک چې د ورته عملیاتو امر کوي، دغه راز د موازي حکومت ملاتړ هم نه کوي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي افغان حکومت د داسې مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې پاتې راغلی چې ملي وي، یا د باور فضا را منځ ته کولو په موخه د دواړو خواو لخوا د بندیانو خوشې کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي تر څو سیاسي جوړجاړی او دایمي او هراړخیز اوربند ترلاسه شي.

امریکا یوځل بیا خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د موافقې سره سم به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د امریکا په اعلامیه کې د شین څراغ په توګه ویل شوي دي چې که افغان مشران دداسې ټول شموله حکومت تشکیل غوره کړي چې وکولای شي امنیت خوندي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي، امریکا چمتو ده چې د دې هڅو ملاتړ وکړي او پر ننیو اجراتو بیا له سره کتنه وکړي.

امریکا یوځل بیا افغان ځواکونه د نړیوال امنیت د خوندیتابه مدافعین بللي او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات له افغانستان سره خپله ملګرتیا نه پریږدي او نه هم د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنو څخه پر شا کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *