تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: ملګرو ملتونو په یوه بیانیه کې کورونا ویروس د ټولې نړۍ دښمن بللی او د نړیوال اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې وسله والې نښتې ودرول شي او د ژوند په واقعي جګړه باندې تمرکز زیات کړو.

ښاغلي ګوتریش ویلي، د جګړه ځپلو هیوادونو روغتیايي سیسټم له منځه تللی او ډېر کم روغتیايي متخصصین په کې په کار بوخت دي، ځکه هیوادونه د کورونا د قرباني کېدو له سخت ګواښ سره مخ دي.

د ګوتریش په خبره په ټوله نړۍ کې وسله والې نښتې روانې دي او له دې کبله ښځې، ماشومان، معلولین او بې کوره شوی کسان درانه قیمتونه پرې کوي، خو د کورونا ګواښ دوی ته لا زیاتې ستونزې جوړې کړې دي: (( کورونا پوله، قوم، سیاسي ډلې او مذهبي باورونه نه پېژني پر ټولو یو ډول برید کوي، له همدې کبله باید ټوله نړۍ کې ښکیل لوري وسلې پر ځمکه کېږدي.))

انتونیو ګوتریش له ټولو وسله والو لوریو غوښتي چې د کورونا په خاطر دې اوربند وکړي او زیات تمرکز دې له کورونا سره په مبارزه وشي: (( اوربند د ټولې نړۍ غوښتنه او اړتیا ده.))

دا په داسې حال کې ده چې کورونا په ټوله نړۍ سیوری غوړولی او ۱۶ زره او ۵۵۷ کسان یې وژلي دي؟
همدا راز په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ ۳۸۱ زره او ۶۴۹ کسان پرې اخته دي.

افغانستان کې هم د کورونا د ناروغانو شمېر ۴۲ ته رسېدلی او یو کس یې مړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *