تاند (سې شنبه، د حمل۵) په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې هیواد کې یې ۴ پوځیان په کورونا وایرسو اخته دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په کورونا اخته پوځیان په وروستیو ورځو کې افغانستان ته راغلي وو او د دې لپاره چې پرې شک کېده له نورو پوځیانو جلا ساتل کېدل.
د ناټو له خبرپاڼې سره سم، شاوخوا ۱۵۰۰ بهرني پوځیان په وروستیو ورځو کې افغانستان ته راغلل او د احتیاطي تدابیرو په خاطر په جلا ځای کې مېشت شول.
ناټو نه دي ویلي چې دا ۴ سرتېري، چې په کورونا اخته دي، د کوم هیواد اتباع دي خو په افغانستان کې د شاوخوا ۱۶ زره دېره بهرنیو پوځیانو لویه برخه امریکایان دي.
په افغانستان کې به تر ۲۵ ملیونه زیات خلک په کورونا اخته شي
ناټو دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن د ملګروملتو د روغتیايي ادارې د اټکلونو پر اساس خبرداری ورکړ چې که افغانان روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي ممکن په راتلونکو ۵ میاشتو کې د افغانستان د ۳۲ ملیون وګړو په سلو کې ۸۰ یعني ۲۵ ملیونه او ۶ لکه تنه په کورونا وایرسو اخته شي.
د فیروزالدین فیروز په وینا له دې ډلې به نژدې ۱۶ ملیونه په بېلابېلو کچو د ناروغۍ اعراض یا نښې ولري خو نژدې ۷ لکه به په روغتونو کې بستر کېدو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا د وزیر په وینا د ۲ لکه ۲۰زره تنو حال به نازک وي او له بده مرغه شاوخوا یولکو ۱۰ زره به مړه شي.
ده پر خلکو ږغ وکړ چې روغتیايي سپارښتنې واوري او عمل پر وکړي او په دې صورت کېکېدلی شي تر دې ډېر لږ کسان په ویرسو اخته او ورڅخه مړه شي.
د افغانستان د روغتیا وزیر وايي، که ضروري احتیاطي تدابیر غوره نه شي ممکن افغانستان د کورونا وایرسو لپاره پر ووهان بدل شي.
ووهان د چین د هوبي ښار مرکز دی چې د دسمبر په وروستیو کې د کورونا وایرس پکې پیدا شو او درستې نړۍ ته خپور شو.
د عامې روغتیا وزیر وویل، وزارت به یې د اړوندو چارواکو او ادارو په مرسته په هرات ښار کې په ګرځېدو بندیز ولګوي.
ده وویل چې سر له سبا (چهارشنبې) څخه به په هرات ښار کې ټولې ورځینۍ چارې په ټپه ودرول شي څو د دې وایرسو د خپرېدو مخه ونیول شي.
تر اوسه د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د کورونا ويروس ۴۲ مثبتې پيېښې ثبت شوي چې ۴۱ يې سړي او يوه يې ښځه ده.
اوس سوال دلته دا پیدا کیږی چی خارجی نظامی ځواکونه خو چین یا ایران ته هم ندی تللی او له دوی سره هغه کسان هم اړیکی نلری چی له ایران څخه بیرته ستانه شوی دی نو لدی معلومیږی چی دا خارجیان هم داسی خوراکونه کوی لکه چنایان چی هر شی په مخ ورځی صرفه ورباندی نه کوی