تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر خبرداری ورکړی چې که طالبان پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي بهرني ځواکونه به مجبور شي چې د دوی پر وړاندې لاس په کار شي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او طالبان دې دوی نه مجبوروي چې پر ضد یې لاس په کار شي.
دغه امریکايي جنرال همدا راز کورونا ویروس په افغانستان کې جدي بللی او ویلي یې دي که تاوتریخوالی دوام وکړي د کورونا د مخنیوي چاره به سخته شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په منځ کې د کورونا څلور پېښې تایید شوې.
https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147000
جنرال میلر طالبانو ته ګواښ کړی چې که بریدونه ونه دروي دوی به هم پرې بریدونه پيل کړي: « طالبان مو په واضحو ټکو پوه کړي دي چې موږ نه یوازې د ځان بلکې د خپلو شریکانو په اړه هم دفاع کې جدي یوو، که هغوی برید کوي نو ځواب به یې وګوري، د دوی بریدونه د کورونا پر ضد مبارزه کې خنډ جوړوي.»
سکاټ میلر په داسې حال کې طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر له ملابرادر سره تر لیدنې وروسته له افغانستان سره د مرستو د قطع کولو اعلامیه ورکړې ده.
خو مایک پامپیو په عین حال کې ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره خپل مشراکت پای ته نه رسوي او نه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته شا اړوي، خو د افغان مشرانو د اختلاف له کبله پر یو شمېر همکاریو بیا کتنه کوي.