تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: ټاکل شوې چې نن د افغانستان پر وخت څلور بجې او د قطر په وخت دوه نیمې بجې د طالبانو او افغان حکومت د سولې د تماس ډله د بندیانو د تبادلې په تړاو دویم سکایپ کنفرانس ونیسي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه په دوو ټویټونو کې لیکلي، د دوحې پر وخت دوه نیمې بجې به د طالبانو د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د سره صلیب، امریکا او افغان حکومت ټیمونه ویډیويي کنفرانس ولري.
سهیل شاهین ویلي، دا ټیمونه به له امریکا سره د لاسلیک شوې موافقې پهر اساس د طالبان د پنځه زره بندیانو د خلاصون او د افغان بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.
https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146841
د افغانستان د حکومت د تماس ډلې او طالبانو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (حمل ۳) د بندیانو په تبادله د خبرو لپاره لومړنی ویدیوکنفرانس کړی وو.
افغان حکومت ویلي و چې په لومړني بحث کې یې له طالبانو سره د بندیانو په تبادله، اوربند، افغاني مذاکراتو او نورو مهمو اړخونو خبرې کړې دي.