تاند (چهارشنبه، د حمل ۶) له کورونا وایرس سره د مبارزې عالي کمېتې په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې خلکو ته وویل چې له کورونو راونه وځي مګر ډېر ضروري کار ولری.

د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په مشرۍ دې کمېټې پریکړه کړې چې په دغو ښارونو کې د کوروناوایرسو د خپرېدو خطر زیات دی او باید خلک له کورونو ونه وځي.

یادې کمېټې د دریو ولایتونو په خلکو غږ کړی چې په کور کې دې هم د کورونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي او له کور څخه دې یوازې د لومړنیو غذايي توکو، ډاکتر او امنیتي مسایلو لپاره راووځي.

دې کمېټې په نورو هیوادواو هم غږ کړی چې پارکونو، زیارتونو، سینګارتونو، حمامونو، د لمبا حوضونو، ورزشي کلبونو، رسټورانونو، فاتحې او په نورو مراسمو کې دې برخه نه اخلي.

دې کمېټې د ملي بس خدمات هم ځنډولي او ویلي یې دي هغه موټر چې له څلورو زیات کسان په کې انتقالېږي باید ودرول شي او ټول مارکیټونه پرته له دې چې ځینې یې خوراکي توکي پلوري، وتړل شي.

یادې کمېټې د ټولو ادارو، چې غیر اساسي کارونه کوي، د دروازو د تړلو غږ کړی دی.

کمېټې همدا راز د فراه، هرات او زرنج ښارونو په پولیسو هم غږ کړی دی چې د ګرځبندیز جدي څارنه وکړي او له سرغړوونکو سره جدي عمل وکړي.

دا مهال په افغانستان کې د کورونا ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۴ د ناټو سرتېري هم پرې اخته دي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147000

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر پرون (سې شنبه) د ملګروملتو د روغتیايي ادارې د اټکلونو پر اساس خبرداری ورکړ چې که افغانان روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي ممکن په راتلونکو ۵ میاشتو کې د افغانستان د ۳۲ ملیون وګړو په سلو کې ۸۰ یعني ۲۵ ملیونه او ۶ لکه تنه په کورونا وایرسو اخته شي.

د فیروزالدین فیروز په وینا له دې ډلې به نژدې ۱۶ ملیونه په بېلابېلو کچو د ناروغۍ اعراض یا نښې ولري خو نژدې ۷ لکه به په روغتونو کې بستر کېدو ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا د وزیر په وینا د ۲ لکه ۲۰زره تنو حال به نازک وي او له بده مرغه شاوخوا یولکو ۱۰ زره به مړه شي.

ده پر خلکو ږغ وکړ چې روغتیايي سپارښتنې واوري او عمل پر وکړي او په دې صورت کېکېدلی  شي تر دې ډېر لږ کسان په ویرسو اخته او ورڅخه مړه شي.

د افغانستان د روغتیا وزیر وايي، که ضروري احتیاطي تدابیر غوره نه شي ممکن افغانستان د کورونا وایرسو لپاره پر ووهان بدل شي.

4 thoughts on “د کورونا له وېرې د هیواد ۳ ښارونه قرنطین شول”
  1. دې کمېټې په نورو هیوادواو هم غږ کړی ؟
    – دې کميټې پر نورو ولایتونو هم غږ کړی –

  2. داهم ضروری ده چه دهرات ، فراه او نیمروزنه نورو ولایاتو ته تګ راتګ بند شی

  3. سلامونه،
    بخشنه غواړم ، دا اقدام لکه (پس له ټیزه پلترۍ !) ته ورته ده!. مانا دا چې همدا روغتیايي نړۍوالو موسسو او افغان روغتیا وزارت چارواکو او مسولینو له ایران نه د لس ها و زره بیچاره ګانو د واپس کیدلو هرات او نورو ولایاتو ته په سترګو لیدل او له رسنیو اوریدل ؛ دیګه درین تقریباََ ۲-۳ماه کجا بودند که پیش از پیش در سرحدات اقدامات وقایوي و آګاهي عامه داده میشد؟، از طرف دګر آیا این آقایون و خانمها علم غیب دارند که اعداد ملیوني و لکهی فیکس را پیشګویی میکڼند ؟
    زه فکر کوم د دې کاسې لاندې هم لکه د کورونا وایروس نور شاخونه سته چې غواړي د ولسمشر د ریاضتی بودجی نه بیلې کړې ۲۵ ملیونه څنګه په هوايي اوتو بوتو تر لاسه او بیا ېې دوبی، کولاب، شیراز! ، هند او سند کې په بینکونو کې په دوران واچوي او ګټه ېې هم پامپیو او ټرمپف ! ته لاړې سي ؛
    افسوس د افغان ولس په بیوخته مړینو او وژنو !!

  4. اوس هم ناوخته نده ، که یوه ورځ مخکې هېوادوال خپل ځانونه قرنطین کړي ، له نورو سره خپلې مخامخ اړیکې پرېکړي ، هم به خپل ځانونه وژغوري او هم به نور هېوادوال. هسپانې او ایتالیې ل غفلت وکړ ، نن هره ورځ خپل زرګونه اتباع له لاسه ورکوي. پاته د نه وي ، کورونا ټوکې ، سیاست او تبلیغ ندی هره ورځ د شاوخوا زرګونو کسانو ژوند اخلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *