خوست-افغانستان

ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٠-٩-١٣٩٢

دخوست دهوايي ميدان امر:

دغه ټکى دخوست دهوايي ميدان امر جنت ګل منګل دخوست ولايت په ولايتي پرمختيايي مياشتنۍ غونډه کې څرګند کړ نوموړي وويل چې دنړيوال هوايي ډګر ددوهم پړاو دپروژې قرار داد  چې ١٥نيمه ميليونه ډالره کيږي  دمافيايي کړيو اوکميشن کارانو په لاس کې لويدلى دى .

دهوايي ميدان امر جنت ګل منګل زياتوي چې ددغه سترې ملي او اقتصادي پروژې چارې په خوست ولايت کې داوسنۍ ولايتي ادارې دډير زيار تلاش او دغصب پروړاندې دجدي مبآرزې په پايله کې پيل شوې چې دلومړي پړاو کارونه يې په ښه توګه تکميل شول.

دنوموړي په خبره خو له يوکال زيات وخت کيږي چې ددغه پروژې چارې دځينو مافيايي کړيو دمداخلو او شخصي گټو دخونديتوب په خاطر وځنډيدلې خو اوس يې چې ددوهم پړاو قرارداد شوى ،له يوې خوا يې په قرارداد معامله شوې اودبلې خوا يې پلان ،نقشه او نور اسناد نه ولايت مقام او نه دهوايي ډګر امريت ته سپارل شوې دي .

دهوايي ميدان امر وايي چې په دغه کار کې  اړونده وزارت  او دولسي جرګې يو غړى لاس لري چې معاملې او شخصي ګټو دخونديتوب په خاطر يې هرڅه په خپل سر پيل کړي دي په غيرې مسوولانه او خود سره توګه دټولو اصولو خلاف خپلې کړنې سرته سوي.

دخوست ولايتي دپرمختيايي کمېټې ټولو غړو دغه کار دخوست له ولسونو سره سخت خيانت ياد کړ او دايې ددولت دپرستيژ او عامه ګټو پرضد يوه دسيسه ياده کړه.

پريکړه يې وکړه چې ددغه پروژې قرارداد، پلان ،نقشه او نور مشخصات بايد داصولو اوسلسله مراتبو په رعايت سره ولايت مقام ته وسپارل شي او هم دې ددغه پروژې له قرارداد څخه دمافيايي کړيو او په فساد ککړو کميشن کارانو  لاسونه لنډشي ،وړانديز يې وکړ چې اړونده وزارت دې په دې برخه کې قانوني کړنې ترسره کړي کنه دخوست دخلکو دسخت غبرګون سره به مخامخ شي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *