تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له افغانستان سره د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول پر ولسمشر غني او عبدالله د فشار لپاره بولي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون (سې شنبه) له افغانستانه تر ستنېدو وروسته افغانستان ته د امریکا د یو ملیارد ډالره مرستې د کمولو اعلان وکړ او ویې ویل، واشنګټن له دواړو مشرانو مایوسه شوی دی.
خو ضمیر کابلوف وايي، مایک پامپیو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ په منځګړتوب کې پاتې راغی، ځکه یې دا مرسته کمه کړه:”څرګنده خبره ده چې دوی یې پلان ونه مانه او په مقابل کې یې دا سخت خپګان وښودل شو.”
د نوموړي په خبره، په راتلونکي کې به دا ارزول کېږي چې د امریکا دغه دریځ نتیجه لري که نه؟ خو زیاتوي چې دریځ یې د پخوا په څېر دا دی چې په افغانستان کې ټولې سیاسي ډلې له اختلافونو تېرې شي او داسې حکومت جوړ کړي چې ټول اړخونه یې په رسمیت وپېژني.
نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د واشنګټن د مرستو د کمولو د اعلان په غبرګون کې ویلي، له عبدالله سره یې د مذاکرې لارې تړلې نه دي خو نوموړی له اساسي قانون سره په ټکر کې د نظام تشکیلات غواړي.
ولسمشر زیاته کړې، په داسې حالاتو کې د امریکا د مرستو کمول به پر افغانستان مستقیم اغېز نه کوي او هڅه به وکړي چې د غیر مترقبه حالاتو لپاره له جوړې کړې طرحې او سرچینو څخه په کار اخیستلو دا تشه ډکه کړي.