استاد شهسوارسنګروال
په یو شمېر انځورېزو٬ ټولنېزو او ګڼ اړخيزو رسنيو کې د يو ځینو کسانو له خوا ویل کېږي، کښل کېږي، هغه څوک چې په بهر کې استوګن دي، په مزو کې دي …او لا کله چې دوۍ په افغانستان کې په دندو وګومارل شي د دوۍ په وړاندې يو ډول حساسيتونه راولاړيږي او ان ډول ډول تورونه پرې هم لګوي چې دوۍ هم خارج وخوړ او هم دا دی اوس دلته د چارو سمبالښت لاهم د دوۍ په لاس دی.
ولې له بده مرغه کله موهم په دې فکرکړی،چې ولې په افغانانو د بهرنيوهېوادونو کوڅې ډکې دی؟
له خپلو او پرديو لرې په پر دي وطن کې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي…د خپل وطن لپې لپې خاطرې ورسره په زړه کې اوړي اوراوړي، د خپل وطن يادونو یی خوبونه ورتښتولي، په همدې ياد ویده شي او په همدې ياد ويښېږي…
راځئ لومړی په دې وغږېږو چې دوۍ ولې دېته اړ شول چې له هېواده ووځي، ايا دوی له مستۍ وتلي که له نيستۍ، چې اوس په بهر کې مېشت دي؟
لومړی د افغان کډوالوستر بهيرهغه وخت پيل شو چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان خونړی يرغل وکړاو د افغانانو لويه بدمرغي هم له دغې نېټې پيل شوه او جوپه جوپه، په ډله ييزه توګه کدوالي او مهاجرتونه لومړۍ پاکستان، ايران، روسیې اوبيا ټولې نړۍ ته پيل شول …
دويم دافغانستان بله لويه بدمرغي هغه وه،چې له پاکستان اواایران نه ډلې ډلې وسله وال جنګيالي ،دجهالت سالاري سمبولونه اودحامدکرزي په خبره جنګساران افغانستان ته راغلل اوپه خپل مينځي جګړويي هم افغانان په سرووينوولمبول اوهم يي هرڅه ترې چور او لوټ کړل … د جنرال دوستم مليشه، چې د ډاکترصېب نجيب اله د واک په مهال يي په هر مترپېسې اخستې، چې که له مجاهدينودومره ځمکه ونيسم څونه پېسې اووسلې راکوۍ.؟..دغه دوکانداري ان تراحمدشاه مسعود راوغوځېده اوپه جبل سراج کې لومړۍ دافغان وژنې تړون لاسلېک شو…ورپسې له حکمتېارسره هم اهنګي شورا جوړه.کړه…اوله ايران نه راغلي مجاهدين لکه محقق،کريم خليلي اونوروان دافغانانوپه سرونو کې ميخونه ډک وهل…دمړوپه نڅا ېې ملنډې وهلې اوداسې جزاوې دبشریت تاريخ ته په مېراث پرېښودې،چې ساری یی لږلېدل شوی دی…
ښه نوچې دچا سر،مال اوناموس خوندي نه وو…افغانانوبایدڅه کړيوی؟مانا داچې افغانان له مستي خارج ته نه دي تللي، بلکې داددوی مجبوري وه،چې کور،زندګي،جايداداوهرڅه ېې پرسپین مېدان پرېښودل اوله ګران وطنه ووتل…
دریم دطالبانودواکپیل وو،دوۍیوې سترې خونړۍ غمیزې ته دپاې ټکۍ کیښود…ولې په پاې کې دوۍ پخپله په یوې سترې غمیزې بدل شول اوداسې یو ناورین ېې ولس ته په میراث پرېښود،چې دسرولښکروتوپان ورته له سره خولې ښکته کړه …دامریکایانوخونړی یرغل یادوم،چې دامریکا۵۲ هواې برېدونوپه خلکوزلزله جوړوله .
په سرکې ځنوداسې فکرکاوه، چې امریکا راغله اوس به په ونوکې ډوډۍ شنې شي بېغمه ېې شکوۍ…لکه شوروی اتحادبه چۍ وېل موږافغانانوته پخې ډوډۍ رالېږو…اوامریکا یوڅوسپینې خلطې راوغوځولې،ځنوفکرکاووچې نوره زموږروزی د پولې په سردی.
څلورمه خبره داده،چې موږکله هم دځپلورهبرانو(؟) په کړواوناکړوفکرکړې دی؟چې دوۍ څومره دپوهې خاوندان دی اودخپلوخلکوپه فکرکې دي؟
په افغانستان کې چې دا څلورلسېزې کومې خونړۍ غمېزې روانې دي يوسترلامل ېې ترډیره بریده همدغه سېاسي غولوونکې رهبران وواودي…تاسوولیدل،چې دغه رهبران اکثره په پردي دسترخوان لوې شول اودهغه هېوادداستخباراتوپه خدمت کې وواودي…
اوس چې کومې ناخوالې،ستونزې اوکړاوونه روان دي اوموږله رنګا رنګه غمیزوسره لاس وګرېوان یواوهېواد موپه سرولمبو کې سوځي ستر لا مل ې دادی،چې زموږرهبران اوس هم دبهرنېيواستخباراتوتراغېز لا ندي دي دوېته وسلې اوپېسې ورکوي ،نوځکه ځوموږپه خپلواکه توګه دپرېکړې کولو جوګه نه يو،چې ددې سترې سياسي غمېزې څوبېلګې دادي،چې موږته زموږتاريخي دښمنان پيغورونه راکوي اوپرموږملنډېوهي :
- داېران هېواددمارچ په۲۳مې نېټې به يوې اعلامیه کې وویل،که دافغانستان سېاسی رهبران نشي کولی،چې خپل مینځي ستونځې حل کړي موږچمتو يو چې د افغانستان د سیاسی ثبات لپاره مينځګړيتوب وکړو.
- دامريکادبهرنېيوچارووزيرمايک پامپېيوله نن نه دوه ورځې دمخه کابل ته راغی،له ولسمشرغني اوعبداله عبداله سره وليدل اوسپارښتنه ېې وکړه،چې پخپلوکې جوړجاړی وکړي اوکنه یوملياردډالرمرستې درسره نه کوو…
- بل لورته پاکستان په ډاګه داخبره کوي،داموږ وو،چې امریکا اوطالبانولپاره مودسیاسي ناستې زمينه برابره کړه.شاه محمودقرېشي دمارچ په ۲مې نېټې په ډېرې سپين سترګۍ دروېټرزدخبرې اژانس له مخې ووېل که پاکستان نه وی هېڅکله به امريکا له طا لبانوسره دسولې هوکړه نه وه لاسلیک کړې …ددې خبرې مانا څّه ده؟
- دفبروري په۲۸مې نېټې دسي اې اې اواې اس اې جګپوړي جنرالان،چې دپاکستان لومړی وزيرعمران خان هم ورسره وودوحې ته لاړچې دې طالبانواوامریکا ترمینځ دهوکړې لاسلېک ننداره وکړي…يوشمېرډله ېېزوامريکا ېې رسانېيوداسې څرګندونې کړي ،چې دپاکستان لومړي وزير له امرېکا ېې چارواکوسره ليدلي اوسينه ېې ورته ډبولې چې دافغانستان کړکېچ اوپه ټوله کې دافغانستان هراړخيزې چارې پاکستان ته وسپاري…ددې خبروترشا ډېرې استخباري پریکړې شتون لري.
- له يوې خوا بهرنی لاسوهنې دي اوله بلې خواکوردننه ديوشمېرککړوانسانانوشومې غوښتنې دي،چې غواړي خپلوځاني ګټوته لاره پرانېزي…هغه مهال چې لاټاکنې په لاره وې يوشمېرسېاسي کسانوناستې ولاړې درلودې اوپه دې ېې ټينګارکاوه چې يواېتلافي حکومت مينځته راشي اودداډول څرګندونوترشا دزاړه ولسمشرحامدکرزي لاس وو…اوورسره نوريونس قانوني،عبدالله،احدي،کريم خليلي،محقق اوپه لسګونونوردساري په توګه يادولی شو.
- دا زموږ د يو شمېرمشرانو زاړه سېاسي عادتونه دي، چې دی په واک کې نه وي نوبيا دې هېواد اور واخلي. ايا هغه وخت چې حامدکرزی په واک کې وواو ورته ټاکنې ترسره شوې ،ورته لانجه دده او د عبداله ترمینځ موجوده وه، له حامدکرزي پوښتنه کېږي،چې ولې تاسو له عبدالله سره ګډ او يا ايتلافي حکومت جوړ نه کړ؟
- نن چې افغانستان دامريکاتراقتصادي ګواښ لا ندې راځي يولامل ېې پخپله کرزی دی.که چېرې ده پخپله۱۴کلنه پاچاهۍ کې يوشمېربنسټېزې پروژې رغاولې وی اوس به امريکا دا ګواښ نشوکولی،چې که زما فرمان ته غاړه کېنږدې نودپوځ اوامنېتي ځواک تنخوا نه درکووم…نوپه دې سره د ې د ستي دنظام سکوت ته لاره پرانېزم.
- افغانستان خوبياهم دپاکستان په څېرنه دی،کله چې امريکا ورته داقتصادي بندېزونوګواښ وکړ،دستي ېې يوپلا وی روسې ته اوبل ېې چین ته واستوه او ده په ناڅرګنده توګه امريکا ته ګواښ وکړاو ورته وې وېل ته نه چين اوروسېه…موږخونااهلومشرانو په خام اواومړي تارتړلي يو…که امرېکا نه وي بل څوک دی،چې دغه اقتصادي، سېاسي وپوځي تشه ډکه کړي؟
- په ۲۰۱۳زکال د فبروري په مياشت کې نيويارک ټايمز د افغان چارواکوپه تړاو يو راپور خپور کړاو ټینګار ېې وکړ، موږ په امريکا کې داسې کوم پانګوال نه لرو،چې دافغانستان پّه څېر، چې څوک دې د يو باېسکل څښتن نه وي او بيا دپه لږه موده کې ميلونر شي…ايا کرزی صېب د دې پوښتنې ځواب لرې؟
که چېرې موږیوازې دبېلګې په توګه د دولت ترحاکمېت لاندې د لږې نه د لږې غضب شوې ځمکې څو نمونې وړاندې کړوپوه به شو، چې څومره ظلم په دې بېوزله ولس ترسره شوی دی، د مثال په ډول:
د دولت تر حاکميت لاندې يوازې د دولتي ځمکې غضب لا بشپړ ندی
همدا رازد حامدکرزي د واک د مهال چارواکو، يو شمېر وزیرانو او واليانو، د پارلمان غړو، جهادي مشرانو او قومندانانو په سلګونه حکومتي موټر غنیمت کړيدي.
چې صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، خليلي، يونس قانوني، بسم اله محمدي، میرویس یاسیني، اسمعيل خان، رحمت الله روفي، محمد نبی فراهي، عبدالکریم خرم، صادق مدبر او په لسګونو نور د يادولو وړ دي.
په دغه ترڅ کې:
۱ – یونس قانوني پنځه عرادې زرې لنډکروز او لکسس.
۲ – خليلي پنځه عرادې \\ \\
۳ عالم ساعي (د کرزي سلاکار) یوه عراده لنډکروزر او یوه عراده لکسس.
۴ – میرویس یاسیني \\ \\
۵ – پادشا خان ځدراڼ \\
۶ – فاروق وردګ یو لنډکروزر او يو زرې هایلکس.
۷ – اسماعيل خان یولند کروزر (ټول زرې دي)
۸ – علي نجفي \\ \\
۹ – رووفي د کندهار پخوانی والي يو لند کروزر.
۱۰ – د ملانقيب الله اخوند زوی نقيبي \\
۱۱ – محمد نبي فراهي يو لنډ کروزر.
۱۲ – خرم يو لنډ کروزر.
۱۳ – صادق مدبر يوازې لندکروزر او يوه عراده کرولا.
۱۴ حاجي نعمت الله يوه عراده پيکپ هايلکس.
او په لسګونو نور وزيران، والیان، د شورا غړي او دولتي چارواکي یادولی شو چې په سلګونه دولتي موټر يې ولکه کړي دي او شخصي ګټې ترې اخلي.
کله چې له کوم چارواکي په شخصي ناستو پاڅو کې پوښتنه کېده، نو دوی ورته د حامد کرزي ۲۱۲۴ لمبر فرمان (۲۱/۳/۱۳۹۳ کال) او څلورمه (۴) ګڼه مصوبه (۲۵/۱/۱۳۹۳ کال) ورته وړاندې کوله.
چې نوموړي په ډاګه ويلي دي، کوم کسان چې له دندې ګوښه شوي دي، د امنیت لپاره ورته لازم دي چې د دولت زرې موټر له ځان سره وساتي.
يو شمېر کسان چې په لوړو مقامونو ټاکل شوي ول په دغه فرمان کې ورته داسې اشاره شوې ده:
- د جمهوري ریاست د دفتر ریس.
- د جمهوري ریاست اداري ریس.
- د جمهوري ریاست ځانګړی سکرتر.
- د وزیرانو شورا غړي.
- لوی څارنوال.
- د ملي امنيت ریس.
- د ملی امنیت سلاکار.
- لوړ پوړي سلاکاران.
- سلاکاره وزیران.
او په لسګونو نور.
که چېرې مودهېواد دغه ملي پانګه له زور واکواوجګړه ماروډلو ژغورلې وی اوداسې بېباکه چلن مونه وی کړی اوس به دامريکا دباندېنيوچارووزيرپامپېيونه ګواښلو،چې دايوازې دولسمشرغني لپاره له سپکا وي ډک ګواښ نه دی،بلکې داچې موږدپنځه زره کلن لرغوني تاريخ ډبره په سينه ماتوو…دتاریخ دغې دب دبې ته هم سپکاوی دی …اودا هرڅه درهبرانودسېاسي کمزورۍ له مله .
سنګروال صيب ! ستا په زړه پورې او منطقي تحليل ته په دواړو لاسو سلام
سلامونه
موږ دورځې څوځلی وایو چې الله و دی قل هو الله احد
دڅه لپاره ؟ د بندګی او مسولیت د پاکې او سوترګی دصذاقت او بشبړۍ ایمانداری او له الله د اړیکو او رابطی په خاطر
احد په معنوی لجاظ ستر مفهوم لری زه نه پو هیږم چې غله اورهزن هغه هم د بیت ا لمال او د مظلوم ولس حق ته څنګه جواز ورکوی
شرم او حیا خو لا برېږذه دا د تاریخ شرمونکی کله پټ پاتې کیږی دا تول دیوه اخور کچر دی چې هئڅ وېره نه لری تریلیون دالره په خوله یادیږی تاسې چط حامد خان یې څومره مست کړی
سلا مونه
موږ د ورخې څوځلی په لمونځ کې وا یو چې الله یو دی( قل هو الله احد) د څه لپاره ؟ د الله دبندګی لپاره د مسولیت او رسالت پاکی او سوترګی لپاره او له الله سره عملا او اخلاقا د رابطې او اړیکوپه خاطر چې له هغې سره وېره ملګرې ده او همدارنګه د یوه مسلمان بشپړه ایمانداری ، شخصیت ،اعتبار او عزت په معنوی لحاظ ډیر ستر مفهوم لری زه نه پوهېږم چې دا ډاګیزه غله اورهزن ،کمونست او بدبخت ولو په هر نوم او مقام کې چې وی څنګه د مظلوم ولس حق ته دنامشروعې لارې نه جواز ور کوی او تاسی وینی چې یو تریلیون دالره څو نه صفرونه لری
شرم او حیا دایمان او عزت بله مهمه برخه ده دا دتاریخ شرم اور څه فکر کوی چې ایا دغه ملت غوږونه اوسترګې نه لری دوه ختکی
چا په یوه لاس کې نه نیولی دی ؟ غلا او هم د ریا او عاد ت عبا دت
سیاسی کمزوری په طرف او بیطرف،ګمونست او اسلامیست او حتی به خینو ویب پاڼو کې چې املا او انشا ء ېې سمه نده په داګه لیدل کیږې چې څوک په چا پورې تړلی دی چې له بده مرغه دغه سلیقه دکمونستا نو له وخته رابیل ده داچې څوک يي منی او یانه دا دموضوع
بل اړخ دی . تاسې دحامد کرزی ا و غبرګ اودلا به مثالونو کې ډېر ښه څېړلی خو کاشکې کرزی او دهغه ناکامو زوړواکانو دغه پوهه درلودای