تاند (پنجشنبه، د حمل ۷) په کندهار کې له کورونا سره د مبارزې لپاره له راتلونکې اوونۍ سخت تدابیر غوره کېږي.
د کندهار والي حیات الله حیات نن د ولایت په مقام کې یوې غونډې ته، چې برخوال یې له روغتیايي لارښوونو سره سم له یو بله لېرې ناست ول، وویل، د ده په مشرۍ له کورونا وایرسو سره د مبارزې کمېټې پرېکړه وکړه چې د شنبې له ورځې د خوراکي موادو له پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول دوکانونه او کاروبارونه باید په ټپه ودرول شي.
د شنبې له ورځې به له درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او کتنځیو، ترکاري پلورنکو، قصابانو، نانوایانو او د نورو خوراکي موادو له پلورونکو پرته نور دوکانونه بند وي.
رستورانونه، هوټلونه، د تعمیراتي موادو پلورنځي، ورکشاپونه، حمامونه، مېله ځایونه، سلمانۍ به تر راتلونکي اعلانه پورې د فعالیت اجازه نه لري.
تر دې وړاندې په هرات، زرنج او فراه ښارونو کې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی وو چې لا هم دوام لري.
د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر طاووس اشرف نادري وايي چې تراوسه پورې یې له کندهار ولایته د کورونا په وایرسو د ۱۰۰ تنو مشکوکو کسانو د وینې نمونې د معاینې لپاره د عامې روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار ته لېږلي دي چې د ځینو نتیجې منفي وې او د ځینو نتیجه لا نه ده ترلاسه شوې.
ښاغلي نادري زیاته کړه، د کورونا وایرس د تشخیص او درملني لپاره د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتو سل بسترونه چمتو دي؛ د مرستندویه مؤسسو او د روغتیا خصوصي سکټور له لوري یو شمېر مرستې ترسره سوي او د ځینو چمتووالی ښودل سوی؛ د ګڼه ګوڼي عامه ځایونو او دولتي ادارو کي د دوا پاشي پروګرام او د بېلابېلو اقشارو له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري.
په همدې حال کې د کندهار والي حیات الله حیات وايي چې د شنبې له ورځې به په کندهار ښار کې د کورونا وایرسو د تشخیص لپاره یو لابراتوار جوړېږي.
ده وویل چې دا لابراتوار به په راتلونکو ۱۰ ورځو کې جوړ شي.
د لوګر چارواکو هم نن اعلان وکړ چې له سبا – جمعې څخه به پل علم قطرنطین وي او په ښار کې به دوا شیندل کېږي.
په همدې حال کې نن د پنجشېر د والي ویندوی وویل چې نن یې د کورونا دوې مشکوکې پېښې ثبت کړي دي.
په افغانستان کې تراوسه پورې د کورونا ۸۴ مثبتې پېښې تایید شوي او ۲ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
خو په ټوله نړۍ کې تراوسه پورې ۴ لکه ۸۶ زره ۷۰۲ تنه په کورونا اخته شوي دي.
افغانستان ته د کورونا اکثره ناروغان له ایران څخه راغلي دي.
ایران د کورونا له وېرې په ۳ میاشتو کې ۲سوه زره افغانان ایستلي
د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په وروستیو دریو میاشتو کې له ایران څخه ۱۹۸ زره او ۵۲۷ افغان کډوال په زور ایستل شوي دي.
دې ادارې په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، ایران د کورونا له وېرې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د افغانانو د اخراج لړۍ په بې ساري ډول زیاته کړې ده.
بلخوا د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري هم وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو له پيل راهیسې تر دې دمه ایران ۱۵۰ زره افغانان اخراج کړي دي: (( ایران د هرات له لارې ۱۰۰ زره او د نیمروز له لارې ۵۰ زره افغانان په پوله را اړولي دي.))
نوموړی وايي، دا مهال یوازې له ایران څخه د کډوالو راستنولو لړۍ روانه ده او د پاکستان په شمول اروپايي هیوادونو د افغانانو د اخراج لړۍ درولې ده.