تاند (پنجشنبه، د حمل ۷) ولسمشر اشرف غني د کورونا وایرسو د خپرېدا د مخنیوي په خاطر د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د پنجشنبې په مازیګر خبریالانو ته وویل، د دغه فرمان له مخې به د ټول هیواد له محبسونو لس زره بندیان خوشې شي، مګر ترهګر او د امنیت پر ضد تورن کسان به په دغه فرمان کې شامل نه وي.
د لوی څارنوال په خبره د ولسنشر د فرمان لپاره یوه تخصصي کمېټه جوړه شوې چې تر لسو ورځو څیړنو ورړسته به د هغو بندیانو لیست چمتو کړي چې باید د دغه فرمان له مخې خوشې کړای شي.
لوی څارنوال وایي، د فرمان له مخې به د مرکز او ولایتونو له زندانونو څخه ښځې، ماشومان، ناروغان، ډیر عمر لرونکي کسان، له پنځو کلونو په کم بند محکوم کسان او هغه کسان خوشې کړای شي چې جرمونه یې درانه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په محبسونو کې نژدې څلویښت زره کسان ساتل کیږي. د امنیت شورا د شمیرو له مخې د دغو بندیانو په منځ کې له ۱۰ تر ۱۸ زرو پورې طالبان دي.
د طالبانو بندیان که څه هم د ولسمشر له دغه فرمان څخه مستفید کیږي نه خو د هغوی د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې شوې دي او راتلونکې اوونۍ به یې سل تنه په مشروط ډول خوشې شي.
د کورونا وایرسو د خپرېدو له کبله ایران هم لسګونه زره بندیان خوشي کړي او له پاکستان څخه د بشري حقونو د څار ډلې غوښتي چې بندیان خوشي کړي ځکه چې د پاکستان په محبسونو کې د بندیانو د ساتلو لپاره ځای تنګ دی.