تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د افغانستان باختري خزانه په ۱۳ هیوادونو کې له نندارې وروسته له ۳۱۴ میلیونه افغانیو عاید سره بېرته کابل ته راورسول شوه.
په دغه تاریخي خزانه کې ۲۳۱ اثار شامل دي چې د طلا تپې، فلول تپې، آی خانم، بګرام او زرګرانو تپه کې کشف شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي، دغه خزانه ۱۳ هیوادونو ته د نندارې لپاره وړل شوې وه چې بیرته له ۳۱۴ میلیونه، ۳۱۹ زره او ۴۳۶ افغانۍ عاید سره افغانستان ته د کورونا ویروس له وېرې بیرته راوګرځول شوه.
نوموړې وايي، د افغانستان باختري تاریخي خزانه په ایټالیا، هالنډ، امریکا، کاناډا، جرمني بریټانیا، ناروې، سویډن، اسټرالیا، جاپان، جنوبي کوریا او چین کې نږدې ۵ میلیونه وګړو ننداره کړې ده چې افغانستان ته د دغو ۲۳۱ اثارو له نندارتونونو څخه تر ۳۰۰ میلیونه افغانیو زیات عاید رارسېدلی دی: (( موږ د دغې خزانې د نندارې لپاره له هر هیواد سره جلا جلا له نړیوالو معیارونو سره سمې هوکړې کړې وې.))
د افغانستان باختري خزانه په لومړي ځل د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په ۱مه د فرانسې په ګیمي موزیم کې نندارې ته کیښودل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د باختري خزانې له برکته افغانستان ته۱۵۰۰ غلا شوي اثار هم بیرته سپارل شوي دي.
د نیکه مرغه افغانستان د خپل استقلال او خودکفایی په لور ډیر فرصتونه او قوی پوتانسیل لری ، که څه هم ظاهرا غربت د پخوا نه په میراث پاته دی خو دا تاریخی ملت د خپل ۵۰۰۰ کلن د ویاړ تاریخ او آثارو په څنګ کی قوی او زرخیزه طبیعی منابع لری اوهم یو آیدال ترانزیتی جغرافیایی موقعیت لری که د افغانستان مدبر ولس مشراشرف غنی چه په جهان کی یو پیژندل شوی مفکر دی خپل پلانونو ته پریښودل شی او د افغانستان د پرمختګ په خاطر ورسره صادقانه همکاری وشی نو زموږ باور دی چه انشاء لله چه افغانستا به په ډیره چـټکی سره دپرمختگ ،هوسایی ، سراسری امنیت ، او خودکفایی په لور ډیر ګړندی او پایه داره ګامونه واخلی