تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د کابل ولایتي چارواکي وايي، داسې طرحه یې جوړه کړې چې د کورونا د مخنیوي تدابیرو له مخې به ټول ښار د دریو اوونیو لپاره رخصت او قرنطین شي، خو هغه ادارې به فعالې وي چې د کورونا پر ضد د ګډې مبارزې مسوولیت ور په غاړه دی.
د کابل د والي له دفتر څخه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه د کابل والي یعقوب حیدري، د عامې روغتیا، ټرانسپورټ ، حج و اوقافو وزارتونو چارواکو، د کابل امنیه قومندانۍ او له پېښو سره د مبارزې ادارې مشرانو ناسته هم کړې او طرحه به یې د تایید لپاره نن جمعه د حکومت کابینې ته هم د تصویب لپاره وړاندې شي.
د طرحې له مخې به کابل ښار قرنطین اعلان او له محلي مرکزي ادارو، ولسوالیو، د ښار ناحیو، عامې روغتیا وزارت، روغتونونه، کابل ښاروالي او نورې ادارې چې کار یې د کورونا پر ضد مبارزه کې له شریکو ادارو پرته به ټول بنسټونه رخصت اعلان شي.
د کابل ولایتي ادارې د دغې طرحې له مخې به دا ښار د بیړني حالت د شکل غوره کړي.
د ولایتي ادارې په قول د ښار د قرنطین په طرحه کې راغلي چې د خوړو توکو د برابروونکو پرته به په ښار کې دننه تولیدي شرکتونه، مغازې، رستورانتونه، قیلونخانې، عمومي حمامونه، پارکونه، لوبغالي، زیارتونه، د څارویو بازارونه، د قصابۍ مرکزونه او نور عامه ځایونه به د لنډوخت لپاره وتړي.
د طرحې له مخې به په کابل کې له دریو څخه د زیاتو کسانو راټوليدنه ممنوع شي او د ترانسپورټ په برخه کې به هم ښاري دولتي او شخصي بسونه، مارسیډیز موټر، ټونسونه او نور مسافر وړونکو موټرو په تګ راتګ بندیز ولګول شي، چې له پنځو زیات کسان انتقالوي.
د طرحې له مخې به ټول ښار نه معتادان هم راټولېږي، د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو د تدفین لپاره ځایونه مشخصېږي او ۷۰ ټیمونه به وروزل شي چې د کورونا شکمن ناروغان تشخیص کړي.
که دا طرحه تصویب شي نو له مخې به یې د حاجي کمپ، پولتخنیک پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنتون، حبیبه او نادریه لیسه او د ودونو یو شمېر هوټلونه به د کورونا د ناروغانو د درملنې لپاره تجهیز او ځانګړي شي.
حکومت به د دغې طرح له مخې له ایران څخه راستنېدونکي ټول افغانان ههم ۱۴ ورځې قرنطین کې ساتي او غذايي مواد به هم پرې ویشي.
په افغانستان کې د کورونا پېښې نن سهار ۹۱ ته ورسېدې او د ناټو ځواکونو ۴ کورونا ناروغان هم که ورسره حساب شي شمېر یې ۹۵ ته لوړ شوی دی.
همدا راز تر دې دمه کورونا په افغانستان کې ۳ کسان وژلي دي، چې د دغې حالت له کبله تر دې دمه هرات، نیمروز او فراه قرنطین شوي او ګرځبندیز په کې وضع شوی دی.
همدا راز تېره ورځ کونړ کې هم نیمه اضطراري حالت اعلان او ننګرهار هم د کورونا د یوې پېښې له کبله د قرنطین کېدو لپاره تدابیر نیسي.
کورونا تر اوسه د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې یو شمېر کسان نیولي دي.