د افغانستان د علومو اکادمي وايي د تاریخي او ادبي شخصیتونو په اړه سیمنارونه له دې سره مرسته کوي چې له یوې خوا خلک هغوی لا ډير وپیژني او له بلې خوا یې تاریخي اثار او کتابونه خلکو ته وړاندې شي.

د علومو اکادمي مشرې “ثریا پوپل” د یکشنبې په ورځ د استاد عبدالروف بینوا د زوکړې د سلمې کالېزې په یو ورځیني څیړنیز سیمینار کې وویل، ښاغلي بینوا د معاصرو او نومیالیو ادیبانو په ډله کې راځي.

میرمین پوپل وايي، ښاغلي بینوا په پښتو، دري، عربي او ځینو نور ژبو شعرونه ویلي دي:«بېنوا په خپل ۷۳ کلن ارزښتناک عمر کې له تحققي او تخلیقي کار څخه جلا نه شو او د خپل برکتي ژوند دغه وخت یې دې ویاړلي کار ته ځانګړی کړی و.»

په دې علمي او تحقیقي سیمینار کې د بېنوا د شخصیت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې.

د آغلې پوپل په خبره استاد بینوا پوره ۴۰ کال په کلتوري او علمي برخو کې کار کړی او د وزارت او سفارت په سطحه یې دندې ترسره کړي دي.

استاد عبدالروف بینوا په ۱۲۹۲ لمریز کال د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې زیږیدلی او په درې اویا کلنۍ کې له هیواده ډېر لېري په امریکا کې وفات شو. د ده جنازه د امریکا نیویارک ښار ته نژدې په نیوجرسي کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د رواښاد بینوا لومړنۍ شعري ټولګه په ۱۳۲۵ ل کال د “غنمو وږی” په نوم چاپ او خپره شوه.

په افغانستان کې د استاد بینوا د زوکړې د سلمې کلېزې په اړه یو ورځینی تحقیقي سیمینار په داسې حال کې جوړیږي چې علمي او ادبي شخصیتونه تل شکایت لري چې په هېواد کې ادبي او فرهنګي هڅو ته ډير پام نه کیږي.

خو په عین وخت کې د مالیې وزارت مسوولین وايي چې دوی هڅه کوي د نامتو شاعرانو او ادیبانو د ژوند د ښه کولو او د هغوی د ادبي اثارو د چاپ لپاره امکانات برابر کړي.

د مالیې وزارت ادارې رییس محمد علم اسحاقزي وویل چې د افغانستان علومو اکاډمۍ د ودې په حال کې ده او باید مرسته ورسره وشي.

ده وویل:«زه تر وروستي حده کوښښ کوم چې تاسو ته مالي او مادې امکانات برابر کړم، ما تراوسه د مالیې له وزیر او رییسانو سره خبرې کړي چې د افغانستان د علومو اکاډمي د ودې په حال کې ده او باید ورسره مرسته وشي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *