تاند، جمعه، د حمل۸مه: اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په ترڅ کې په افغانستان کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې په دغه اعلامیه کې ویلي، افغانستان تر بل هر وخت اوربند ته شدیده اړتیا لري.
اروپايي ټولنې ویلي، اوربند د افغانانو د مودو غوښتنه ده او دوی هم د خلکو له دغې غوښتنې څخه په کلکه ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د هغې غوښتنې ملاتړ کړی دی چې د کورونا له کبله یې څو ورځې وړاندې د نړیوال اوربند غوښتنه کړې وه او ویلي یې دي اوربند اوس وخت کې د افغانستان اساسي غوښتنه ده.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د کورونا پر ضد د اغېزناکې مبارزې لپاره پر ښکیلو لوریو په افغانستان کې د اوربند غږ کړی و.
دغې ټولنې د چهارشنبې په ورځ د کابل په یو درمسال د برید غندنه هم کړې او ویلي یې دي دوی به په افغانستان کې د بشري حقونو، اساسي ازادیو، د قومي او مذهبي اقلیتونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.