تاند، جمعه، د حمل ۸مه : ټاکل شوې چې سبا شنبه د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی له کندهار او نورو ولایتونو څخه کابل ته راشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا پلاوی به د طالب بندیانو د تشخیص او تثبیت لپاره له افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.

 که څه هم مجاهد د دغه پلاوي د غړو نوم نه اخلي خو وايي، دا پنځلس کسیز پلاوی به د سره صلیب لخوا کابل ته ولېږدول شي.

تر دې وړاندې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي وو چې د جمعې په ورځ به یې پلاوی کابل ته ولاړ شي، خو ذبیح الله مجاهد وايي، دا پلاوی د سره صلیب د رخصتۍ له امله سبا ته وځنډېد.

 د طالبانو او افغان حکومت د هوکړې له مخې به سل طالبان د مارچ په ۳۱مه د سه شنبې په ورځ د نیک نیت له مخې خوشې شي خو په بدل کې به یې لیدل کېږي چې طالبان تاوتریخوالی کموي که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *