افغانستان نن ورځ د خپل تاریخ په تر ټولو خراب حالت کي دی. د یوه هیواد ترټولو خراب حالت هغه وخت وي چي څوک یې د سبا پېش بیني ونه کړای سي. د دې حالت معنا دا ده چي هیواد خپل کنټرول له لاسه ورکړی او چلوونکي یې هیڅ ډول کنټرول نه ورباندي لري.هیواد نه څوک کندي ته له لوېدلو څخه را ګرځولای سي او نه یې څوک پر امنیتی، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضع باندي کنټرول لري. افغانستان په همدغه حالت کي دی او هره ورځ یې وضع مخ پر خرابېدلو ده.
د امریکا د کولومبیا د پوهنتون استاد پروفیسر بارنیټ روبین په خپل وروستي مضمون کي، چي لا هم د خپرېدلو په حال کي دی، لیکلي دي چي افغانستان په سلو کي تر اویا پوري پر خارجي مرستو باندي ولاړ دی او په نړۍ کي له دې درکه څلورم مقام لري. امریکا په داسي حال کي پر افغانستان باندي خپلي مرستي کمي کړې او لا به یې کموي چي هغه هیواد له بې شمېره ستونزو سره، چي ښايي په دې تیرو شلو کالو کي یې چا د حلولو صادقانه تلاښ هم کړی نه وي، لاس و ګرېوان دی.
د افغانستان سیاسي مشران، د ماشومان په څېر خپل لجاجت کوي او د شرم خبره خو داده چي د اختلافاتو د حلولو او حتي پخلا کولو لپاره یې د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو له واشنګنټن څخه ورځي. اشرف غني په دغه حال کي، چي افغانستان هم له اقتصادي مشکل، هم د کرونا له ستونزي، چي هیچا ته یې سم درک هم معلوم نه دی، هم د امنیتي ستونزو او هم د سختو او بې ساري سیاسي ستونزو درلودلو په وخت کي، د افغانستان له تر ټولو حیاتي مسلې سولي سره ډیري بې باکه لوبي کوي.
اشرف غني، د رواني میاشتي مارچ پر شپږویشتمه، له طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره هیات اعلان کړ. په زړه پوري خبره خو دا ده چي په کابل کي د امریکا سفارت د هغه هیات هرکلی وکړ. ګواکي ځانته یې د فکر کولو او د دغه هیات په ترکیب او ماهیت د پوهېدلو هیڅ تکلیف نه دی ورکړی.
ما له ډیري پخوا څخه ویلي دي چي څوک چي په افغانستان کي د سولي د ټینګولو واک او صلاحیت لري د هغوی ګټي په جنګ کي دي ځکه نو د سولي له مسلې سره شعوري او په لوی لاس خیانت کوي او څوک چي د سولي له ټینګېدلو سره ریښتونې علاقه لري هغوی د سولي د ټینګولو واک او اختیار نه لري.
سوله هر وخت د جنګ په نتیجه کي منځته راځي. په جنګ کي دواړي رقیبي خواوي معلومي وي او د سولي خبري همدغه دواړي خواوي سره کوي. په اوسني حالت کي طالبان په قطر کي ناست دي او د سولي په برخه کي یې خپل نظر واړندي کړی او له امریکا سره توافق ته هم رسېدلي دي. په دې صورت کي د افغانستان د حکومت لپاره، چي طالبانو ښايی له هغه سره د مستقیمو یا غیر مستقیمو خبرو کولو سره موافقه کړې وي، لازمه وه چي خپل درې کسیز یا پنځه کسیز هیات یې ورلېږلی وای. ځکه چي د جنګ یوې خواته طالبان او بلي خواته حکومت ولاړ دی.
دا خو معلومه خبره ده چي طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر سوي دي او که نه وي نو معصوم ستانکزی څرنګه د هیات مشري کوي او نادرنادري په هیات کي څه کوي؟
خو اشرف غني د دې پرځای چي د سولي د ټینګولو لپاره له دې طلایی فرصت څخه، چي امریکایان هم فعاله برخه پکښي لري، ښه ګټه اخیستې وای؛ برعکس د سولي په حساسه ملي مسله یې په لوی لاس ریشخند وواهه. ځکه چي دا هیات د حکومت نمایندګي نه کوي بلکه د حکومت تر مشرتابه لاندي د ټولو داړه مارانو، جنګ سالارانو، جنایتکارانو او مفسدینو استازي توب کوي. په دې هیات کي د ګلبدین استازی، غیرت بهیر، د دوستم استازی، د هغه زوی، باتور دوستم، د کرزي استازی ضرار مقبل، د احدي په استازیتوب د هغه مېرمن فاطمه ګیلاني، د خلیلي، محقق، سیاف او خلاصه د هر غله او فاسق په استازي توب یو څوک موجود دی.
دلته موږ له اشخاصو سره غرض نه لرو بلکه د هغوی له نظریاتو سره مو کار دی. که دا کسان، چي هیات ورڅخه جوړ دی، د خپلو تنظیمونو، ډلو، ګروپونو او افرادو استازي توب کوي نو دا ډلي خو په دې تیرو څلوېښتو کالو کي یوه ورځ هم موافقې ته نه دي رسېدلي. دلته به د سولي په څېر یوې حیاتي مسلې پر سر، هغه هم له طالبانو سره چي دوی ټول ورسره مخالف دي، څرنګه داسي یوه طرح جوړه کړای سي چي هم پخپله دوی ته او هم طالبانو ته د منلو وړ وي. ماته او، یقین لرم چي، بل هر چاته دا کار ناشونی ښکاري.
که اشرف غني په ریشتیا هم ځان د افغانستان قانوني جمهورریس او د هیواد د اساسي قانون او ملي ګټو مدافع بولي نو باید چي د حکومت له لوري یې یو مختصر، پنځه کسیز، ټیم ټاکلی وای. هغه باوري او باصلاحیته ټیم ته یې د حکومت پالیسي او طرح ورکړې وای او قطر ته یې استولی وای.
د سولي پر مېز دواړو خواوو ته داسي کسان سره کښېني چي هره خوا یې د یوې مشخصي طرحي، پالیسی او ستراتیژۍ څخه دفاع کوي. د طالبانو پالیسي، که ښه ده که خرابه، که چاته د منلو وړده او که نه ده، مشخصه ده. د قطر د طالبانو ټول هیات په یوه نظر دی او هغه ډول حل غواړي چي دوی او د دوی طالبانو ته د منلو وړ وي. مقابل طرف مشخصه طرح لري؟ هغوی ټول، د سولي په حساسه او حیاتي مسله کي، په یوه نظر دي؟ په دې یوویشتو کسانو کي څلور تنه حتی درې تنه په یوه نظر نسته. تر دې خبري به را تېر سو چي په دې یوویشت کسیز هیات کي حتی یو تن، نه په ښځو او نه په نارینه وو کي، د سولي طرفدار دی؛ بلکه سوله د ټولو په تاوان ده او یو هم له هغه ډول سولي سره چي طالبان یې غوښتنه کوي نه موافقه او نه علاقه لري. خبره په دې کي ده چي په دې هیات کي دوه تنه پر یوه لار نسته او هر یو یې جلا طرح لري. دوی به له طالبانو سره څه وايي؟
دا چي موږ هر وخت نارې وهلې چي سوله د ټولو خلکو آرزو ده خو د سولي ټینګول، هغه هم له څلوېښتو کالو جنګونو څخه وروسته، تخنیکي ستونزي لري او لومړی باید طرح، او د طرحي د عملي کولو میکانیزم ورته جوړ سي او بیا خبري پیل سي. زلمي خلیل زاد، له خپلي ټولي کارکرده ګی او پوهي سره، یوازي له افغانستان څخه د امریکايی قواوو د وتلو پر سر موافقه تر لاسه کړې ده او نور یې د سولي په میکانیزم کي ری نه دی وهلی.
په داسي حال کي چي که امریکایان له افغانستان څخه خپلي قواوي وباسي طالبان خو له هغوی سره جنګ نه سي کولای. له امریکا سره د طالبانو جنګ پخپله ختم دی. په دې صورت کي د امریکا استازي له طالبانو سره په خبرو کي هسي خپل وخت ضایع کړی دی. که امریکایانو له طالبانو سره پر سوله خبري کولې نو د سولي د ټینګېدلو او جنګ د ختمېدلو مشکل خو په افغانستان کي دی.او دغه علت دی چي د سولي د ټینګېدلو لپاره د لومړي ګام ستونزه، چي د بندیانو خوشي کېدل او د اوربند ټینګول دي، او ټاکل سوې وه چي د مارچ له لسمي څخه پیل سي، تر اوسه پوري هیڅ ځای ته نه ده رسېدلې او د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ له ملاعبدالغني برادر او پومپیو له اشرف غني ته سره ټلفوني خبرو ته مجبور سوي دي او لا یې تر اوسه نتیجه هم نه ده ورکړې.
د کرزي د سولي د تش په نامه عالي شورا د جوړېدلو له ورځي بیا تر نن تاریخ پوري د سولي د ټینګولو پر لور یو صادقانه ګام نه دی پورته سوی. د سولي له حیاتي مسلې سره هر یوه په خپل وار ډیري ظالمانه لوبي کړي دي. او هغه کسان چي دوی حساب ورباندي کوي، اسماعیل خان، عطا نور، دوستم، ګلبدین، سیاف او نور ویني خوړونکي قوماندانان او مشران یو هم په سوله کي ګټي نه لري. هغوی دا ټول نعمتونه د جنګ له برکته ترلاسه کړي دي او غواړي تر وروستی شېبې پوري دوام ورکړي. د ملت غم نه له اشرف غني او نه له هیڅ سیاسي دوکاندار سره موجود دی. زما له ټولو وطنوالو، په تېره بیا لیکوالانو څخه دا هیله ده چي هسي د چا په طرفداري ځانونه مه ستړي کوی. پر قدرت باندي ناست او د قدرت په تلاښ کي لېونیان ټول یو شان ظالمان دي.
ډير مخترم جهانی صاخب سلامو علیکوم۰
محترمه دا قبول کړی چه اشرف غنی په مثبت لوری حرکت کوی مخ په وړاندی ځی۰
ضرور بولم چه ولیکم د سولی / ترقی او د ولس د اسودګی یوازینی مخالف خمید کرزی
او د هغی فاسد پخوانی کابینه ده۰
خمید کرزی په حقیقت کښی جنګ ته لمن وهی دروسیی او ایران لاس وهنی ته زمینه برابروی۰
د عبدالله د ناکامی دسیسی یوازی مطرخ نه بلکه د تیرو ټولو دسیسو مطرح دی۰
««داکتر صاحب اشرف غنی کلونه مخکښی ویلی چه اقتصادی ازادی او سیاسی ازادی سره تړلی دی۰
هر څوک چه مرکچی لست کښی وی نهایی فیصله دولت تعقیبوی۰
حوصله او وخت ته ضرورت لری۰
اسمان چه څومره غوریږی د وریدو احتمال یی کم وی۰
د داکتر عبدالله لوبه تقریبأ د عبدالله په ناکامی ختمه ده۰
په درناوی
سلام
دیوه ملت ملی او حیاتی اړ تیاوی ،تل پاتې او اغیزمنه سوله ،روغه او جوړه هم په تاریخی لحاظ او هم فرهنګی ،او به تیره بیا سیاسی اړخونه رغنده اغیزی لری چې دهوس او شهرت کار نه دی بلکې د انعطاف ، درایت ،پوهې او سنجش او دروغې جوړې لوړو او ژورو ابتکاری برخې دی . په تاریخی لحاظ دلته یوشمیرړندې کږې وږې ستونزې شته چې بشپړې څېړنو ته اړه لری د یوې محدودې زمانې څخه وتلی کار دی سوله زموږفرهنګ کې اساسی بنستونه او نهادونه لری موږ باید داخل په هېڅ صورت د سولې زمینه او فرصت له لاسه ور نه کړو اکیدا او تاکیدا دواړه لوری باید د هېواد مستقبل جدی ونیسی
د سولې نصاب، مکانیزم،معیار او ضرورت دا را ښیې چې څوک باید استازی شی یا دهیت غړیتوب واخلی . زه حیران هغو ته یم چې دسولې سره یې اعمال،شخصیت،او پوهه مغایرت لری خو بیا هم دسولې غړیتوب منی ملت باید سترګې رڼاکړی ښه او بد وپېژنی او له انصاف نه تیر نه شی زه ددی کسانو نومونه نه اخلم ، خو خدای (ج) د وړاو مخلص مسولان وتاکی
موږ ناکام او تکراری د ما او تا ملامتۍ اوپړې وازمایلې نو سولې ته د رسېدو په هیله څه باید ټولې تیرې بې ګتې هڅې ،شهرت خودخواهی او سر تمبګي هېرئ شی او ناکامې تجر بې منطقا اوکرها تکرار نه شیږ مخالف لوری ،دلې اوټبلې او تش به نوم ښکیل
جګړ مار دې د سړی زامن شی او خپل مسولیت دې وپېژنی د بین الا فغانی خبروتاکتیک او مذاکرات دې له مرموزو ، پاسیفو، مجهولو سفیه اوفاسدو، راکدو او مکارو( واسطه والا اود پېژند ګلوی اړیکی) له عناصر وساتل شی
دالهی په احکامو عمل او دولس په سیاسی ارادو باور، دښخود حقوقو اعاده او پرمختګ داسلام او شریعت په رڼاکې نه دابزار په توګه چې ملګری ملتونه ، لویدیځه نړي او د افغانستا د راوا ډ له وایی.د طالبانو او امریکا هوکړه لیک ته د ښه نیت ، روښانه مستقبل ، دعدل او انصاف ژمنتیا او فضا ایجادول د تبلیغاتی شخړو مخه نیسی
په افغا نانو کې دیر بدرنګه دود دادی چې هیڅوک نه وایی چې زه نه پوهیږم یا زما مسلک نه دی یا به دې کارکې تجربه نه لرم حتئ د کابینې په کچې
ډير ښابسته او پر ځائ مطلب دخ ټولو مظلومو او جنګ ﺯپلو افغانانو د ﺯړه درد پکښى احساس سوى الله ج دى اوږد ژوند درکړى جهاني صىب
جهانی صیب، نیونکې مو ډېرې کړې، په دې اړه له هېوادوالو سره هم تشویشونه شته، مګر د حل لارې په اړه مو هیڅ هم نه دي ویلي، دا خو به هر څوک وايي چې دغه کار نیمګړی یا سم نه دی، مګر څنګه سمیدلی شي. د سولې پلاوي په اړه مو له توند انتقاد موخه څه ده؟ آیا د پلاوي غړي د هغو ډلو استازي نه دي چې هم د سیاسي بهیرونو استازولي کولی شي او هم د جنګي لنډغرو، مدني فعالانو، ولسي حرکتونو او… ، که فرض کړو چې دې ډله کې د دوستم استازی نه وي نو دغه بهیر به سخت زیانمن نشي؟ یا به په ټپه ونه درېږي؟ دا به ښه وي چې ددغو ډلو استازي د خبرو له بیهر لیرې شي؟ که نه د سولې او پخلاینې بهیر کې ګډون ولري ګټه به یې ډېره وي؟ که د جمعیت ګوند استازي دې ډله کې وي ښه به وي او که نه وي؟ دا سمه ده چې دغه ډلې ټپلې د هېواد غمخوارې نه دي مګر بالفعل او بالقوه افغانستان په بېلا بېلو برخو مسلطې دي.
د دغه بهیر لپاره د خبرو استازي او د مصالحې عالي شورا جوړول با تدبیره اقدام دی او په دې ډول به حکومت وکولی شي دغه جریان په سم ډول مدیریت او بالاخره یوې داسې سولې ته ورسیږو چې د زور ځای خبره ونیسي، هېواد د یوې دایمې سولې او ښېرازۍ پر لوري ګام کېږدي او یو باثباته افغانستان ولرو.
محترم لیکوال عبدالباری جهانی .
زما په نظردافغانستان تاریخ خو د مشکلاتو نه خالی نه ؤ او نه دی ، دغه مشکلات د تاریخ یوه برخه ده چه یو په بل پسی تیریږی . خو په عین زمان کی مثبت تحول هم خپل مسیر طی کوی ، ددغه تحول عمده عنصر قلم دی چه نن ستا او دګڼ شمیر افغانانو په لاس کی دی او بل عنصر دقلم سره فیزیکی خوځښت دی په خپله جامعه کی چه مؤثراوضروری عنصر دی ، ددی وطن نه مروریدل او نور هیوادونو ته پناه وړل هم یوه بده تشه را منځ ته کوی چه د قلم اثر کمزوری کوی . د مشکلاتو په موجودیت کی د مایوسی وړاندوینی هیڅ درد نه دوا کوی ، بهتره داده چه امیدونه تقویه شی او په وطن کی دوطن د مشکلاتو د حل دپاره کاروشی . هغه شخصیتونه چه بهر ته تللی اکثرآ ورک شوی . موږ به بعضو دوستانو ته ویل چه باید بیرته خپل وطن ته راشی ، خو هغوی دا کار ونکړ نن متآسفانه دوی هملته مړه شول ، اولادونه یی د وطن سره نه آشنایی لری ، نه هم مینه او نه خپل وطن ته راځی ، دغه حالت ته زه د یو افغان ورکیدل وایم . ستا قوی قلم دی ، ستا خپل حیثیت او قدر دی زموږ په جامعه کی باید ځان تنها احساس نکړی او د امریکا نه خپل وطن ته بیرته راستون شی او د یو څو کسو نه د ګیلی په وجه د وطن نه ځان په خپل لاس تبعید نکړی .
صحت او موفقیت درته غواړو .
ښاغلی جهاني صيب،
ستاسې پورتنۍ څرګندونې له يو او بل سره په اړپيچ کې دي. له يوې خوا مو ليکلي چې د افغانستان سياسي مشران د
ماشومانوو په څېر لجاجت کوي. دلته تاسې عبدالله سياسي مشر نومولی او دوستم، او دې ته ورته کسان مو داړه ماران ياد کړي، خو عبدالله هم يو له همدغه دا مارانو څخه دی، په کورنۍ جګړه کې ښه فعال و، د کابل وراني ، د خلکو پر ناموس په تېري او په غلا او چور کې د ده سړي ښکېل وو، نو دا مو بيا څنګه سياسي مشر نومولی؟
په هر څه د اولسمشر ملامتولو انصاف نه دی او نه داسې څرګندونې هېواد ته کومه ګټه رسوي بلکې تاوان به يې ډېر وي.
مخکې له دې چې دغه پلاوی غوره شي، ټولو چيغې وهلې چې د ټول افغانستان استازيتوب بايد وشي. موږ افغانان پوهېږو چې هغه مطرح خلک چې ټول افغانستان يادوي مطلب يو څوک دي. همدغه جنګسالاران او دا ماران دي چې له بده مرغه تراوسه پورې د افغانستان په برخليک کې اغېز لري. وجه نه يوازې کرزی بلکې امريکا هم ده چې په غير مستقيمه توګه د دوی ملاتړ کوي څو په راتلونکې کې يې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
تاسې داسې خبرې کوي چې واک په مطلق ډول له ښاغلي ډاکتر اشرف غني سره دی حال دا چې پخپله ښه پوهېږی چې نوموړی ډېر محدويتونه لري.
خبرې اسانه دي خو عمل سخت دی. تاسې يو کال ونشوای کړی چې د داسې ستونزی پر وړاندی ودرېږي ؛ نو هر څه ته مو شا کړه او بېرته امريکا ته لاړی. داکټر اشرف له دغو ټولو ننګونو سره سره په هېواد کې مثبت بدلون راوستلی او راولي يې.
عبدالباري جهاني صاحب پخپله هم د وزارت په وخت بریالی نه و. حکومت کول آسانه کار نه دی