ناولونه لوستل مې تر ټولو بهترینه مشغله ده خو بیا چې یې موضوع له ټولنېزو ستونزو سره تړلې وي هغه خو په یوه صورت نه پرېږدم. تېره ورځ مې د میر حسن خان اتل صاب لومړی ناول( ګلګوټه ساحه) لاس ته راغلی دومره رواني یې درلوده چې په یوه ناسته کې مي تر پایه ورسوی. اتل صاب په دې ناول کې د ټولنې هغه اړخونه څرګند کړې دي له کومو سره چې موږ په ورځني ژوند کې هر سړی فردا فردا مخامخ کیږو خو کله مو هم په اجتماعي توګه نه دي متصور کړي.
ناول نګار په دې ناول کې د بورژوازي طبقې هغه آفسران که هغه په هره محکمه کې وي، غندلې دي چې د خپلې دندې پر بنیاد د نرګسیت دومره شکار دي چې ځان تر نورو خلکو غوره ورته معلومیږي. لوړې چوکۍ او آرام ژوند یواځې د خپل ځان او آل حق ګڼي او اولس وخت پر وخت محض په خیالي مفکورو غولوي.
د دې ناول هیرو چې د پولیسو په محکمه کې د سپاهي په حېث خپله دنده تر سره کوي، یو سوشلیسټ او لېفټېسټ دی چې د ټولنې وده د سوشلزم له چوکاټ څخه څاري او د هغوی د نظریو په رڼاکي یې ځوابوي.
لنډه دا چې پر ټولنیزو ناخوالیو، طبقاتي شخړو، جذباتي سیاست، ټولنیز منافرتونو، (لوړو کشتو) بې انصافیو او پر بې ځایه کلتوري قدغنونو باندي یو زړه راکشونکی ناول دی باید د هر لیک او لوست کس یې په لوستلو کې خپله برخه واخلي.