تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هیواد کې له ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا ویروس ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په دغو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې نیول شوې وې چې له منځه یې ۱۱ پيښې په هرات کې، ۳ پېښې په فراه او ۱ پېښه په غزني کې مثبته وه.
نوموړی وايي، په د کورونا په نویو ناروغانو کې ۲ مېرمنې هم شاملې دي او په نویو شمېرو کې دوی د ناټو د ۴ سرتېرو د کورونا مثبتې پېښې نه دي شمارلي.
په افغانستان کې د کورونا ناروغي ورځ تر بلې په خپرېدو ده چې له کبله یې له هرات، فراه او نیمروز وروسته کونړ او ننګرهار کې نیمه اضطراري او په کابل کې بشپړ اضطراري حالت اعلان او درې اوونیو لپاره ګرځبندیز وضع شو.