تاند، شنبه، د حمل ۹مه: افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون او د اروپايي هیوادونو نورو سفیرانو د کورونا پر ضد د افغان حکومت اقدامات ستایلي او په دې برخه کې یې له کابل سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي پیري مایډون تېره ورځ له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي او د کورونا پر ضد د مبارزې تر څنګ یې د ټاکنو، مذاکراتي پلاوي موضوعات هم څېړلي دي.
د اروپايي هېوادونو سفیرانو په دې لیدنه کې ویلي، افغانان د سولې په برخه کې په دې ورځو کې تر بل هر وخت زیات یووالي ته اړتیا لري.
دوی د افغانستان لپاره یوه سیاسي اجماع مهمه بللې او ویلي یې دي د مذاکراتي پلاوي اعلانېدو د سولې په برخه کې یو بل مثبت ګام اخیستو ته زمینه سازي کړې ده.
د اروپایي هېوادونو سفیرانو همدا راز ولسمشر غني ته د کورونا پر ضد مبارزه کې هم د مرستې ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوسمهال د کورونا ناروغان ۱۱۰ تنو ته رسېدلي، ۳ تنه ترې مړه شوي او ۳ نور رغېدلي دي.
حکومت اوسمهال د څو ښارونو په قرنطینولو سره د کورونا پر ضد مبارزې ته ۱۵ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې کړې او ۱۰ میلیونه ډالر یې ریزرف کړي دي.
همدا راز یې هرات، فراه، بادغیس، هلمند او غور ولایتونو ته ۵۶۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ورکړې تر څو له کورونا سره مؤثره مبارزه پرې وکړای شي، ځکه افغانستان ته کورونا د هیواد له لویدیځ څخه د ایران له پولو را اوښتې ده.