تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د هرات یو شمېر ځوانانو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د کورونا ناروغانو لپاره د ساه اخیستلو د یوې مصنوعي الې د جوړولو طرحه شریکه کړې ده.
دغه طرحه د هرات یو شمېر فعالانو، د روباټیک ټیم او صنعتکارانو لخوا چمتو شوې تر څو د یوې مصنوعي دستګاه په جوړولو سره د کورونا له کبله د مړینو د شمیر د زیاتوالي مخه پرې ونیسي.
دغه ډله وايي، په ټوله نړۍ کې د ساه اخیستلو د مصنوعي الاتو بیې لوړې شوې دي او دوی به ډېر په افغانستان کې د تنفس لپاره یوه مصنوعي اله جوړه کړي.
د هرات د ولایتي شورا یو غړی مهدي حدید چې دغه طرحه یې جوړه کې ده وايي، هیله من دی چې افغانستان به د یوې داسې دستګاه په جوړولو سره وتوانیږي، د مړینو ګراف مدیریت کړي.
ډاکټران وایي، د کورونا ویروس تر ټولو زیات د انسان تنفسي سیسټم ته زیان رسوي او له همدې کبله ناروغان د ساه بندۍ له وجې ساه ورکوي.
په هرات کې تر دې وړاندې د کورونا د مخنیوي لپاره د ضد عفوني دواګانو، د لاسونو مینځلو درملو او ماسکونو تولید هم پیل شوی و.
هرات دا مهال د کورونا ویروس له کبله تر ټولو زیات زیانمن ولایت دی چې حکومت په کې د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه اختصاص کړې ده.