تاند، شنبه، د حمل ۹مه: کابل ته د طالبانو د ۱۵ کسیز پلاوي سفر نن شنبه هم وځنډېده.
ټاکل شوې وه دا پلاوی له کندهار او ولایتونو څخه د سره صلیب په مرسته په بګرام زندان کې د خپلو بندیانو د پېژندنې او تثبیت په خاطر کابل ته راشي، خو اوس د امنیت شورا ویلي کابل ته د دغه پلاوي راتګ ځنډېدلی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په دې تړاو پر خپله ټویټر پاڼه د پلاوي د سفر د ځنډ علت نه دی ښودلی خو ویلي یې دي، په لنډو ورځو کې به دا پلاوی کابل ته راشي.
فیصل زیاته کړې، طالبانو نه یوازې په اوربند هوکړه نه ده کړې، بلکې د تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه او برمته نیونې یې زیاتې کړې دي.
فیصل ویلي، د طالبانو د دغه کار په دوام د بندیانو شمېر په مداوم ډول تغییر کوي او د زندانیانو د خوشې کېدو موضوع چې قانوني او تخنیکي مسئله ده، لا ورسره پېچلې کېږي
تېره ورځ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، پلاوی به یې شنبه کابل ته ورشي خو نن هم د دغه پلاوي سفر کابل ته ځنډېدلی دی او دواړو لوریو یې په اړه علت نه دی روښانه کړی.
په دی واقعیت خو اوس د افغانستان ملت پوه دی چه د طالبانو دصلحی د سفر د ګاډی بریک او ایکسیلیټر دآی ایس آی سره په راوالپنډی او اسلام آباد کی دی ، د زمان په تیریدو سره به دا ثابته شی چه ایا څومره طالب د صلحی په مورد کی په افغانی او ملی ژمنتیا سره مستقلانه فیصله کولای شی . تر اوسه خو طالبان خپل ملی منافعو ته متعهد نه دی پاته شوی ، ښه مثال یی د خپل ملت د پآره د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د پیشنها شوی دو جانبه اوربند نه تیښته او انکار دی.