بغلان

تاند، شنبه، د حمل ۹مه: په بغلان ولایت کې د طالبانو یو موټر سایکل ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند ته وویل، پېښه نن غرمه دولس بجې په مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوټه ستاره سیمه کې شوې ده او ځانمرګی موټر سایکل چلوونکی چې غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي، هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه تللی دی.

نوموړی وايي، په پېښه کې یو ماشوم هم ژوبل شوی دی.

د بشارت په خبره افغان ځواکونو ته هم د دغه ځانمرګي په تړاو راپور ور رسېدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، خو د ننني ناکام برید په  اړه یادې ډلې لا څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *