تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د کورونا له کبله که څه هم د کابل چارواکي لا د دغه ښار د قرنطین په اقدام نه دي توانېدلي، خو د بادغیس خلکو بیا د حکومت پریکړې ته له انتظار پرته په خودجوش ډول دا ښار قرنطین او تړلی دی.

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عزیز الله بیګ تاند ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې په قلعه نو ښار کې هټۍ او بازارونه تړل شوي او د خلکو تګ راتګ په بشپړ ډول بند شوی دی.

 نوموړی وايي، په دې اقدام کې حکومت هیڅ رول نه لري او خلکو په خودجوش ډول د کورونا د مخنیوي په خاطر ټول ښار قرنطین کړی دی: (( بادغیس کې دا مهال د کورونا دوه پېښې ثبت شوي، خو که دا ویروس خپور شي بیا یې ځايي ادارې د مهارولو وسه نه لري.))

 د ښاغلي بیګ په خبره په بادغیس کې د کورونا د مخنیوي لپاره هیڅ ډول دولتي امکانات، بودیجه او وسایل نشته.

بلخوا د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني د خلکو د دغه اقدام تایید کوي او وايي، قلعه نو ښار رښتیا هم په بشپړ ډول د خلکو لخوا تړل شوی دی: (( ټول بازارونه او مختلف مراکز تړل شوي او اوس یې موږ د ضد عفوني کوول په چاره بوخت یوو.))

 بادغیس د افغانستان په محرومو ولایتونو کې راځي او ځايي خلک د کورونا د خپرېدو اوازو اندیښمن کړي دي.

 دا مهال د  افغانستان په ۱۵ ښارونو کې د کورونا پېښې ثبت شوې دي او د ‍فراه، نیمروز و هرات تر څنګ کابل، ننګرهار او کونړ هم د قرنطین لپاره اقداماتو باندې بوخت دي.

کابل که څه هم تېره ورځ قرنطین اعلان شو، خو لا نن هم په دغه ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *