تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د افغانستان ملي‌امنیت شورا وايي، طالبان مشخص زندان نه لري او یوازې هغه مرکزونه لري چې بندیان په کې شکنجه کېږي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، طالبانو لا جګړه نه ده درولې او د خلکو برمته نیونې ته یې دوام ورکړی دی.

نوموړی وايي، کوم لیست چې افغان حکومت طالبانو ته د خپلو بندیانو په اړه سپارلی، طالبان هومره بندیان نه لري او اوس غواړي د زرو بندیانو د لیست پوره کولو لپاره نور خلک ونیسي.

د جاوید فیصل په خبره افغان ځواکونو سږ کال د طالبانو د شکنجې ګڼ مرکزونه مات کړي او له ۲۶۰ زیات بندیان یې ترې خوشې کړي دي اوس طالبان هغومره بندیان نه لري چې ادعا یې کوي چې د ښه نیت له مخې به زر تنه افغان بندیان خوشې کړي.

نوموړي وویل، د طالب بندیانو د تثبیت په تړاو که څه هم د طالبانو د پلاوي راتګ کابل ته ځنډېدلی خو په لنډ وخت کې به دا پلاوی افغانستان ته راشي او افغان حکومت سره به مذاکرات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *