لیکوال مولوی مفتی ثاقب افغان- کوټه بلوچستان
محترم د افغانستان مظلوم او ځورېدلی ولسه: السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته.
ما څه موده وړاندې ستاسې په نوم په یوه مکتوب کې د خپلو هغو مشاهداتو یادونه کړي وه چې ما د دوحې د امارت په دفتر او شاوخوا کې وليدل. اګر چه ما خپل دغه مشاهدات د خپل ایماني مسئولیت سره سم په مختلفو اوقاتو کې له مشرانو سره په کتبي او شفاهي شکل شریک کړي هم دي، خو لکه چې ما په خپل اول خط کې هم اشاره کړي وه او اوس یې په صراحت سره پوست کنده وایم چې د امارت مشران، تشکیلات او اجرآت د مرحوم امیرالمؤمنين ملا محمدعمرمجاهد د زمانې نه دي چې په کوم نابلده طالب کې به یې اهلیت او تقوا ولیده نو بې له دې چې د اسحاقزي او هوتک پوښتنه یې وکړي، سم له لاسه به یې مکتوب ورکړ او په کابل کې به یې وزیر مقرر کړ. خو د اوسني امارت بڼه او تشکیلات له هغو مجرمو مافیايي کړیو سره مشابه دي چې د انسان وژنې، انساني او مخدراتو د قاچاق له لارې پیسې ګټي. د امارت د اول او دوهم قیادي صف ټول مشران په خپلو کې یا خو قبیلوي تړاۇونه لري او یا هم نسبي خیښیانې او خپلوئ. دوي ټول یو له بل سره په جرم او جنایت کې شریک دي او که یو څوک د کوم مسؤل له غیرقانوني اجرآتو، غبن او خیانته شکایت وکړي نو د قبیلوي، نسبي اوجرمي سلسلې ټول تړلي خلک به یې ملاتړ او دفاع ته راودانګي. ځکه نو مشرانو ته زموږ پیشنهادونو، تنقیدونو او اصلاحي نصیحتونو هیڅ ځای ونه نیود. موږهم مجبوراََ له خپل ملت سره د جریاناتو د شریکولو فیصله وکړه ترڅو مو عندالله او د خپل ضمیر پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړی وي.
دامارت دمشرانوپه باره کې دایوه خبره په یادولرئ چې هغوي چې یو واردچادقتل فیصله وکړي، بیا یې په هیڅ صورت اوپه هیڅ قیمت ژوندی نه پریږدي، ها هغو خلکو ته بیا سپوڼ هم نشي وهلای چې آي ایس آي یې ورته د نه ازارولو امر وکړي. مثلاََ که امارت وغواړي چې مامړ کړي نوله فیصلې تر مرګه که مې ډېر ژوند وکړ ۲۴ساعته به وي. ۲۴ساعته وروسته به مې نوم هم څوک وانخلي.
خو ملانجیب وردګ د فدای محاذ مشر د ای ایس ای په ملاتړ په نره دوه ځلی کوټه په بای پاس سرکدد اختر محمد منصور سره ډزی تبادله کړی خپل ورور یی دلاسه ورکړو او څو کسه د منصور برید کومکې هم وویشتل اوس نر غوندی د حیات اباد فیز ۶ کی ژوند کوې.
عبدالرحمن زاهد نر غوندې د ملا محمد رسول ډلې مجلسونه کور کې جوړ کړل چی اختر محمد منصور ېې د وژلو قصد وکړو د ای ایس ای یو میجر ورته وویل خبردار عبدالرحمن زاهد د ای ایس ای په ملاتړ سرې سترګې ګرځی.
خو چی ای ایس ای اجازه ورکړی بیا د اغا جان په څیر یو مهمه طالب هستی په ډزو غلبیل غلبیل کړی.
دسیاسي اواقتصادي کمیسون مشر ملامعتصم آغاجان اد مشر ملا اخترمحمد منصور، ملا ګل اغا اسحاقزي، حاجي نیکه ملا عبدالصمد ثاني له ملا آغاجان سره محاسبې ته کیناستل، ملا آغاجان اخنددیوې یوې شانزده پولۍ حساب ورکړ، یواځې څو میلیونه روپۍ اویوڅه سره زر ترمنځ پاته شول چې ملا آغاجان په پشین کي دبلوچستان پخواني ګورنر فضل آغاته امانتاََ سپارلي وو خو هغه خیټه پر اچولي وه. ملا آغاجان وروسته دغه امانت په زوره له فضل آغا واخیست او امارت ته یې وسپارل. خوکله چې پورته مذکورې ډلې له معتصم نه وغوښتل چې په کراچۍ اوخليج کي ورته اعانت کونکي منابع هم وسپاري نو ملامعتصم ورته انکار وکړ او ورته یې وویل چې زه پرمحاسبه مکلف وم اوهغه مې درکړه، له ماسره دبیت المال په موجود مال مکلف وم هغه مي دروسپارل، نور زه په هیڅ شي هم مکلف نه یم. مادځان لپاره منابع پخپله تلاش کړي تاسې یې بایدپخپله تلاش کړئ. دغه ورځ هیئت خفه لاړ. بله هفته بیادغه ټول کسان کراچۍ کې د معتصم کورته ورغلل او ورته ویې ویل چې لوی ملاصاحب حال را استولی چې ملا آغاجان ته وایه منابع ټولې ملاګل آغاته تسلیم کړه کنه وي فدايي کور ته دراستوم. معتصم بیاهم انکار وکړ. یوه هفته وروسته یې پنځه اسحاقزي طالبان د کندهارله بندتیموره راوغوښتل. یو غزنیچی یې د وژونکي تیم مشر او وردګ یې معاون کړ او کراچۍ ته یې ولیږل. هلته د منصور په کورکي چې د معتصم کورته نژدې وو میشت شول. یو کرینکوف، دوه کلاشینکوفونه او نورې لیسنس داره توپانچې ورکړل شوې. په یوه سرف او دوه ټوډي موټروکي ساحې ته ورسول شول. پوره یوه هفته دآغاجان ترصد شوی وو.
دماښام له اذان سره سم چې معتصم کور ته راورسید، د کلاشنکوف وال له ونو راووتل اوبسته شاجور یې ضربه اي په اغاجان تش کړ. اغاجان زموږله ګومانه مړ وو خکه سر، غاړه او زړه یې په نښه شوي وو، خو وروسته خبر شو چې مړ نه بلکې شدید زخمي دی.
بل مثال یی تیره اوونې په کابل کې د مولوي نورپاچا حماد دی چې تیره هفته په کابل کې د حاجي ملا شیرین اخندپه خصوصي امر د محلي چریکانو په لاس ووژل شو. د نورپاچا په نوره ګناه خو څوک پوه نشول خو غالبا جګړه یې ناروا بلـــله.
که نفس دا خبره دچا د قتل مجوز کیدلای شي چې جګړه ناروا بولي نو ولس دې داخبره په یاد ولري چې له شیخ عبدالحکیم اسحاقزي پرته په امارت کې هېڅ کوم شیخ هم له افغانانوسره جنګ جاسز نه بولي. خو نه، اصل د قتل علت دلته شخصي خصومتونه او بدبینۍ دي.
ما خبره داکوله چې د امارت مشران چې چاته وغواړي دخپل اولاد په منځ کې یې هم وژني خو هغه چاته برګ هم نشي کتلای چې د مقاماتو کرنیلان یې ځنې منع کړي او د دې ادعا ښه ثبوت دا دی چې پ کوټه کې موږ او د منان نیازی د ډلي خلک په یوه ګلۍ کې سره اوسیږو خو سره له دې موږ بهترینې ترکۍ توپانچې هم وي خو د خپل کور ترڅنګ د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅ هم نشو کولای.
الغرض، زما هدف له دغه توضیحي مکتوب نه دا وو چې تنخا خواره مامورین او د خائنو مسئولینو دجرم شریکان اوخپلوان مکلف دي چې زموږ دحقائقو په مقابل کې نشر کونکي وښکنځي ځکه هغوي تنخا د همدغو ښکنځلو اخلي. لکه څنګه چي دکابل اداره ډالري خیاطان لري همداسې یې موږ هم لرو.
خو زما پیغام د هغو روشن ضمیره مجاهدینو لپاره چې محضا د اخلاص په نیت په شبکو کې د تنخاخورو ملاتړ کوي او حقائق کونکي ښکنځي، دوي باید حق او حقیقت ته متوجه شي او دا وګوري زموږ په صف کې خائنین ولې دومره غښتلي شوي دي؟ زموږ صف د یوه خالص جهادي صف په ځای ولې یو مافیايی صف جوړ شوی چې مشران یې اکثریت ذواقین، قاچاقبران او له خارجي استخباراتو سره تړلي خلک دي؟ همدا اوس د امارت تر ټولو ستره مالې منبع د چرسو او پوډرو تجارت دی چی ملا ګل اغا اخند او صدر ابراهیم چلوی .. جهاد د مافیا لاس کی ده.
له امریکایانو سره په ظاهره یو سند امضا کوي او په پټه ورسره نور تړونونه لري؟
په ښکاره د امارت امارت ګردانونه کوي او په پټه د مجاهدینو او جهاد خلاف دسیسې جوړوي؟
الله جل جلاله دې زموږ سرونه خلاص کړي.