تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: ننګرهار کې د ختیځ په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی تاند ته وایي، دا لابراتوار نن په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون په کچه د کورونا ناروغۍ د تشخيص لپاره پرانیستل شو، چې هره ورځ به په کې د شاوخوا سل تر شک لاندې کسانو ټيسټونه کيږي.
نن د کورونا د تشخيص لابراتوار په پرانیسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، د دې ولايت د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نصير احمد دراني او نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د کرونا د تشخيص لابر اتوار د ختيځ زون په کچه فعال شو، چې په کې هره ورځ به د دې ولايت په ګډون د لغمان، نورستان او کونړ ولايتونو تر شک لاندې سل کسانو معاينات تر سره شي.
نوموړي وویل، له کابل او هرات وروسته دا دریم لابرتوار شو چې ننګرهار کې د کورونا ناروغۍ د تشخيص لپاره پرانیستل کېږي: (( په دې سره به په ختيځو ولايتونو کې د کورونا ناروغۍ د تشخيص او کنترول په برخه کې لازمې هڅې تر سره شي.))
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيرزو الدين فيروز وويل، چې دغه لابر اتوار ختيځ زون لپاره بسنه کوي؛ که اړتيا وي؛ نو د دې لابراتوار ظرفيت به لوړ کړي او همدا راز اضافه معاينات به په کابل کې تر سره کيږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص مرکز شتون نه درلوده او په هیواد کې له دولتي لابراتوارونو پرته بل هیڅ صحي مرکز هم د کورونا د ټیسټ صلاحیت نه لري.
همداراز ننګرهار تر دې دمه د کورونا یوه مثبته پیښه لري خو په دغه ولایت کې نیمه اضطراري حالت وضع کړای شوی چې له مخې یې ګڼې هټۍ تړل شوي او تګ راتګ هم محدود شوی دی.