لیکوال: یووال نوح هراري*
ژباړه: لایق ځیرک (د کندهار پوهنتون استاد)
سرچینه: فیننشل ټایمز
دا طوفان به تېر شي. لیکن کوم انتخاب چي اوس کوو په راتلونکي کي به زموږ ژوند ته بدلون ورکړي.
ټول بشریت اوس له یو نړیوال ناورین سره مخ دی. ښایې زموږ د نسل ترټولو ستر ناورین. هغه پریکړې چي په راتلونکو څو اوونیو کي یې دولتونه او خلګ کوي، کیدای سي د راتلونکو کلونو لپاره نړۍ ته یوه بېله بڼه ورکړي. دوی به نه یوازي زموږ صحي سیسټمونه، بلکي اقتصاد، سیاست او کلتور ته هم بېله بڼه ورکړي. موږ باید ژر او غوڅ عمل وکړو. موږ باید د خپلو کړنو اوږدمهاله پایلې هم په نظر کې ونیسو. کله چي د بدیلونو ترمنځ ټاکنه کوو، نو باید له ځانه نه یوازي دا چي څه ډول د سمدستي ګواښ څرنګوالۍ ته رسیدګي په موخه وپوښتو بلکي دا چي د طوفان له تیریدو وروسته به موږ څه ډول نړۍ کي اوسو ځان ټه روښانه کړو. هو طوفان به تېر شي، بشریت به ژوندی پاته شي، انسانان به ژوندي پاته شي – لیکن موږ به په یو بېله نړۍ کي واوسو.
ډیری وخت هغه لنډمهاله اقدامات چي د بیړني حالت لپاره یې ترسره کوو به زموږ د راتلونکي ژوند یو برخه وګرځي، دا د یو بېړني حالت ماهیت دی. دوی تاریخي مراحل په ګړندي توګه وړاندي کوي. هغه پرېکړي چي ممکن په نورمال حالت کي ښایي کلونه وخت ونیسي، په بیړنیو حالاتو کي په یو څو ساعتونو کي صورت نیسي. هغه ټکنالوجي چي اوس یې د کارولو وختي دی او یا خطرناکي وي ورڅخه به کار واخیستل شي، ځکه چي د یوڅه کولو اړتیاوي او هیڅ نه کول کیدای شي وروسته ډېر خطرناک تمام شي. په لویه کچه ټولنیزو تجربو کي به ټوله هیوادونه د یوشي د لومړي ځل تجربه کولو حالت کي وي. که چیري نورټوله خلګ خپلي دندي او کارونه د خپل کورونو څخه ترسره کړي او په یو لیري واټن کي یو بل سره اړیکه ونیسي نو څه به پیښ شي؟ څه به پېښ شي کله چي ټول ښوونځۍ او پوهنتونه پر لیکه شي؟ په عادي وختونوکي به دولتونه، تجارتي او تعلیمي بنسټونه ددا ډول تجربو د تر سره کولو سره هیڅکله هوکړه ونکړي. لیکن دا یو نورمال وختونه نه دی.
د ناورین په دې شیبو کي موږ د دوو انتخابونو سره مخ یو. لومړی د استبدادي او پر وګړو بشپړ نظارت ساتل اویا د وګړو د پیاوړتیا ترمنځ. دوهم د ملي انزواګیري او یا نړیوالي یووالي ترمنځ.
پټه څارنه
ددې وبا د مخنیوي لپاره، ټوله نفوس د ځینو ځانګړو لارښوونو پابندي کولو ته اړتیا لري. دې موخي ته د رسېدو لپاره دوه لاري شتون لري. یوه کړنلاره دا ده چي دولت خلګ په جدي توګه و څاري، او هغو افرادو ته چي سرغړونه وکړي ورته سزا ورکړي. نن ورځ د بشر په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره ټکنالوژي موږ ته ددې وړتیا راکړې چي د افرادو څخه په هروخت کي څارنه وشي. پنځوس کاله دمخه، KGB یا د روسیې استخباراتي سازمان ددې وړتیا نه درلودل چي د مخکني شوروي اتحاد ۲۴۰ میلونه افراد د ۲۴ ساعتونو لپاره وڅاري او نه هم کي جی بی ددې هیله درلودل چي راغونډ شوي ټول معلومات په اغېزمنه توګه پروسس کړي. کي جی بی پر بشري اجنټانو او تحلیل کوونکو تکیه کړې وه، او دا نشي کیدلی چي یو اجنټ د هر وګړي لپاره ځای په ځای کړل شي. لیکن اوس دولتونه د بشري قوې پرځای پر پیاوړو سنسرونو او الګوریتمونو تکیه کولای شي.
د کورونا وایریس د ناروغۍ سره په مبارزه کي، ډیرو دولتونو لا له وړاندي د څارني او سرویلانس نوي وسایل ځای پر ځای کړي دي. مهمه بېلګه یې د چین نوم یادولای شو. د وګړو د سمارټ فونو د نژدې څارلو، د سلګونو میلونو خلګو د مخ پیژندني کامرو په کارولو سره، او وګړي د خپل وجود د صحي حالت او حرارت درجی چک کولو او د هغه راپور ورکولو باندی مکلف کولو سره چینایې چارواکي نه یوازي دا چي په کورونا وایرس باندي اخته وګړي وپیژني بلکي دوی کولای شی ددغه وکړو حرکتونه هم تر خپل څار لاندي ونیسي او هغه وګړي هم معلوم کړي کوم چي دوی ورسره په اړیکه کي راغلي دي. دګرځنده ټلیفونونو یو شمېر اپلیکېشنونه و ښاریانو ته په دې ناروغې اخته کسانو ته د نژدې تماس راتلو په اړه خبرداری ورکوي.
دا ډول تکنالوجي یوازي په ختیځه اسیا پوري محدوده نه ده. په دې وروستیو کي د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اسراِ ییلو امنیتي ادارو ته دا واک ورکړ ترڅو د هغه تکنالوجۍ څخه چي د ترهګرو سره د مبارزې لپاره ورڅخه استفاده کیږي پرځا په کرونا ویروس اخته ناروغان وڅاري. کله چي په پارلمان کي اړوند کمېټي ددې کار د تصویب څخه ډډه وکړل، نو نتانیاهو د بېړني فرمان څخه په کاراخیستني دا کار وکړ.
تاسو ښایی استدلال وکړئ چي داخو کومه نوې خبره نه ده. په دې وروستیو کلونو کي، دولتونو او نورو سازمانونو د خلګو د څارني، نظارت او روزني په موخه د خورا پرمختللو ټکنالوجیو څخه استفاده کړې ده. که چیري احتیاط ونه کړو، نو دا نړیواله وبا به د څارني او سرویلانس په تاریخ کي یو ډیر مهم جریان په نښه کړي. دا به نه یوازي په هغو هیوادونو کي د ډلیزي څارني وسیلي رامنځ ته کړي چي تردا دمه یې د هغو د کاروني څخه انکار کړی، بلکي دا به د یو ښکاره څارني څخه و یو پټ او مرموزي څارني ته د یو ډراماټیک لیږد پیل هم شي.
تردا مهاله، کله چي به ستاسو ګوتي ستاسو د موبایل سکرین لمس کړ او په کوم لینک (تړوني) به مو کلیک وکړ نو دولت غوښتل پوه شي چي په رښتیا سره تاسو کوم لینک کلیک کړ؟ مګر د کورونا وایریس نارغي په راتلو سره، د دولت دعلاقی تمرکزهم بدلون کړي. اوس دولت غواړي چي ستا سو د ګوتو د حرارت په درجي او ستاسو تر پوست لاندي د ویني د فشارپه هکله پوه شي.
بېړنی سرپناه
یو له هغو ستونزو سره چي د څارني په برخه کي موږ ورسره مخ یو داده چي هیڅ یو له موږ څخه په سمه توګه نه پوهیږي چي موږ څه ډول څارل کیږو، او راتلونکي کال به څه ډول وي. د څارني (سرویلانس) تکنالوجي په ډېره چټکۍ سره وده کوي، او هغه څه چي لس کاله مخکي یو خوب اوخیال وو اوس یو رښتینی واقعت دی. تاسي یو داسي دولت فرض کړئ چي د خپلو وګړو څخه وغواړي چي باید داسی یو بیومیټریک کړه یا لاس بند چي ټوله ورځ د شخص د بدن د حرارت درجه او د زړه د ضربان څارنه وکړي په لاس واغوندي. په پایله کي راټول شوي معلومات د دولت د الګوریتم ټکنالوجیکي سیسټمونو په زریعه ثبت او تحلیل کړل شی. الګوریتمونو به مخکي له دې چي تاسي پوه شی ستاسي ناروغي درک کړي، الګوریتم به په دې هم پوه شي چي تاسي چیرته یې، او چا سره مو کتلي دي. په دې ډول به د انتاناتو کړئ خورا را لنډ شي او بیخي به پرې کړل شي. دا یو ښکاره خبره ده چي دا ډول سیسټم به د څو ورځو په دننه کي د وبا او نورو ساري ناروغیو بشپړه مخه ونیولای شي. جالبه ده، کنه؟
البته، د داډول سیسټم منفي اړخ دادی چي دا به دڅارني یو خطرناک او ویرونکي سیسټم ته قانوني مشروعیت ورکړي. د بیلګي په توګه؛ که چیري زه د CNN انټرنیټ پاڼې د لینک پرځای د FOX News انټرنیټ پاڼه باندي کلیک وکړم، نو دا کولی شي زما د سیاسي لیدلوري او یا حتي زما د شخصیت په اړه تاسو ته پوهاوی درکړي. که چیري تاسي، زه د یو فلم کتلو په وخت کي زما د بدن د حرارت درجه، د زړه ضربان او د ویني فشار وڅارلای شی، نو تاسو کولاشئ چي په اسانۍ سره ددې په اړه چي چشي زما د خندا، ژړا او یا غوصی لامل ګرځي هم ومومي.
په دې پوهیږو چي غوصه، خوښي، ستړیا او مینه د تبي او ټوخي په څیر بیالوژیکي پدیدي دي. کومي ټکنالوجي چي ټوخی پېژني او تشخیصوي، ورته ټکنالوژي کولای شي خندا هم وپیژندلای شي. که چیري دولتونه او خصوصي سازمانونه زموږ د بیومیټریک معلوماتو راټول پیل کړي، نو څومره چي موږ خپل ځانونه پېژنو، دوی کولای شي ددې په پرتله موږ لا ډېر ښه وپیژني، دوی نه یوازي داچي زموږ د احساساتو وړاندوینه کولای شي، بلکي دوی کولای شي چي زموږ احساسات تحریف هم کړي او هرڅه چي دوی یې وغواړي هغه که یو جنس وي او یا و ټاکنو ته ولاړ نوماند پر موږ و پلوري. د بیومیټریک څارنه به د کیمبرج انالیټیکا ډیټا هیکینګ تاکتیکونه به د ډبرو د دور د مهال غوندي مالوم کړي. تاسو په ۲۰۳۰ کال کي د شمالي کوریا په اړه فکر وکړئ، چیري چي ټول وګړي باید بیومیټریک لاس بندونه ټوله ورځ په لاس کړي اوسي. که تاسو د شمالي کوریا د ستر رهبر وینا ته غوږیاست او ستاسو په لاس لاس بند د غوصي څرګندونه وکړي نو کار مو نور خلاص وګڼئ.
تاسو ښایي د بیومیټریک څارني قضیه یوازي بیړنیو حالاتو سره د مبارزي او لنډ مهاله وخت لپاره وبولی، او د بېړنی حالت تر ختم وروسته به پای ومومي، لېکن دا لنډ مهاله اقدامات د بېړنیو حالاتو سره د مبارزي په موخه تلپاته پاته کیږي، ځکه همېشه د یو ناورین د رامنځ ته کېدو چانس وي. د بېلګي په توګه کله چي اسراییلو په ۱۹۴۸ کال کي د خپلواکي په موخه بېړنی حالت اعلان کړ، نو یې د مطبوعاتو پر سانسور، د ملکیاتو پر ضبط او حتي پر زراعت او کرهڼي یو شمېر لنډ مهاله اقدامات توجیه کړل. که څه هم د خپلواکۍجګړه ډېره پخوا راهیسی بریالی شوې، لیکن اسراییلو هیڅ کله د بېړني حالت پای اعلان نه کړ، او د هغه وخت ۱۹۴۸ کلونو یو اندازه لنډمهاله اقدامات چي توجیه شوي وو، تراوسه پوري د هغو په له منځه وړلو کي پاته راغلې.
حتی که د کورونا ویروس ناروغي کچه صفر ته راټیټه هم شي، ځیني دولتونه به استدلال وکړي چي دوی اوس هم د بیومیټریک سرویلانس سیسټم د فعال ساتلو ته اړتیا لري ځکه چي کېدای شي د کورونا ویروس څپه بېرته راشي، او یا په مرکزي افریقا کي د ایبولا ساري ناروغي نوي نښی لیدل شوي او یا … په دې ترتیب یوه او بله خبره به رامنځ ته کړي. په دا وروستیو کلونو کي د ټکنالوجی په پرمختګ او دهغه څخه د استفادې په برخه کي زموږ د شخصي معلوماتو د محرم ساتلو(Privacy) په تړاو خورا لویه غوغا راپورته شوې. د کوروناویروس ناورین کیدای شي په دې برخه کي برخلیک ټاکونکی واوسي. کله چي وګړو ته د شخصي معلوماتو محرمیت (Privacy) او روغتیا ( Health )ترمنځ انتخاب ورکړل شي، نو دوی به هرومرو روغتیا انتخاب کړي.
د صابون کشف کوونکی ځواک
په اصل کي د ستونزي ریښه د وګړو څخه د محرمیت (Privacy) او روعتیا (Health) ترمنځ د انتخاب غوښتنه کول دي، ځکه چي دا د یو ناسم انتخاب غوښتنه ده. موږ کولای سو او باید چي د دواړو روغتیا او محرمیت څخه برخمن واوسو. موږ کولی شو د خپلي روغتیا ساتنه وکړو او کورونا ویروس د استبدادي سرویلانس رژیمونو د رامنځ ته کولو له لاری نه بلکي د وګړو د پیاوړتیا له لاري یې مخه ډب کړو. په دا وروستیو اونیو کي د کورونا ویروس د ناروغۍ څخه د کنټرول او مخنیوي په تړاو ترټولو بریالۍ هڅي د جنوبی کوریا، ټایوان او سنګاپور هیوادونه له خوا وې. دا هیوادونو د څارني د سیسټمونو دکارولو، د پراخو صحی معایناتو، د ناروغي اړوند د روښانه راپور ورکولو او د عامه وګړو پر عامه پوهاوي باندی تکیه کړې ده.
جدی څارنی او مجازات په وګړو باندی د صحی لارښوونو د عملی کولو په مجبوره کولو سره یوازنۍ لاري نه دي. کله چي د خلګو سره ساینسي واقعتونه شریک کړو، او وګړي هم د چارواکي پر دا واقعتونو باور ولري نو بغیر له دې چي دوی د یو کار په کولو مجبور کړو برعکس دوی خپله د همدا واقعتونو څخه پیروي کوي. هغه نفوس چي ورته انګېزه ورکول شوی او سم پوه کړل شوي وي ترهغه نفوس چي ناپوه او له واقعتونو ناخبره ساتل شوي وي ډېر پیاوړي او اغیزناک وي.
د بیلګي په توګه، خپل لاسونه په صابون سره ومنځئ. دا د بشر په حفظ الصحه کي ترټولو ستر پرمختګ دی. دا یو ساده عمل هرکال د میلیونو خلګو ژوند ژغوري، حال دا چي دا کار موږ ډېر صرف نظر نیسو. ساینس پوهانو د لاس وینځلو صحي ګټو او اهمیت په دا تېر نژدې ۱۹مه پېړۍ کي وموند. مخکي به حتی ډاکټرانو او نرسانو بیله دی چی لاس ومنځی په ډېره بیباکۍ سره د یو جراحی عملیات د اجرا کولو وروسته به یې بل جراحی عملیات ترسره کول. نن سبا په بیلیونو خلګ د ورځي خپل لاسونه وینځي. دوی دا کار د دولت څخه د ویري په خاطر نه بلکي دوی د واقعت څخه باخبر او په صابون سره د لاس وینځلو د اهمیت او ګټو له امله کوي. زه می لاسونه په دې خاطر چي د ویروس او باکتریا وو می اوریدلي او دا واړه ژوندي موجودات د ناروغیو لامل ګرخي او صابون کولای شی دا د لاسونو څخه لیري او له منځه یوسی په خاطر مینځم.
لیکن د داسی یوې کچي همکارۍ او توافق لاسته راوړلو لپاره تاسو د خلګوباور ته اړتیا لری. وګړي اړتیا لري چي پر ساینس، چارواکو او رسنیو باور ولري. د تېرو څو کلونو راهیسي، غیر مسولو سیاستوالو پرساینس، عامه چارواکو او رسنیو باندي د خلګو اعتبار ته زیان اړولی دی. اوس ښایي همدغه غیر مسول سیاستوال په دې استدلال چي “د سمو کارونو د ترسره کولو لپاره اړینه نه ده پر عامو وګړو باور وسي”اړایستل شي چي د زورواکۍ نظام جوړولولاره غوره کړي.
معلومه خبره ده، کوم باورچي له کلونو راهیسي یې له منځه تللو هڅه شوې ده، لیري ده چي په یوه شپه کی بېرته رامنځ ته شي. لیکن اوس نارمال وخت نه دی. د ناورین پرمهال، دماغونه هم ډېر ژر تغیر کوي. دبیلګي په توګه ښایي تاسو د خپلو یو شمېر کورنۍ غړو سره ستونزه او ناندرۍ ولری، خو کله چي کومه عاجله پېښه رامنځ ته کیږي، نو تاسو یو ناڅاپه یو پر بل اعتبار راځي او ژر تر ژره یو بل سره مرسته کولو هڅه کوی. د سرویلنس رژیمونو جوړولو پرځای، باید پر ساینس، عامه چارواکو او رسنیو باندي د خلګو د باور په جوړولو کار وشي. موږ باید عصري ټکنالوژۍ هم وکاروو، خو دا تکنالوژي باید د وګړو د پیاوړتیا لامل وګرځي. زه زما د بدن د حرارت درجه او وینی فشار د څارولو په تړاو کومه ستونزه نه لرم، لیکن دا معلومات باید د یو مستبد دولت د رامنځ ته کولو په برخه کی ونه کارول شي، بلکي دا معلومات باید ماته د غوره شخصي انتخابونو او ټاکنو او په دې تړاو دولت د خپلوناقصو پریکړو په برخه کي دپړبللو بشپړه وړتیا راکړي.
که زه وکولای شم چي ټوله ورځ دخپل وجود صحي حالت وڅارم، نو زه کولای شم په دې اړه چي زما له وجهي وچاته ته صحی زیان اړولای شم او یا دا چي کوم ډول عادتونه زما دصحي سلامتیا او یا ناروغۍ لامل ګرځي په هکله پوه شم.که چیري زه د کرونا ویروس د سرایت په اړه و باوري او موثقو سرچینو او د هغو تحلیل ته لاس رسی ولرم، نوزه به وکولای شم پوه سم چی ایا دولت زما سره د معلوماتو د شریک کولو په برخه کي رښتین دی. او یا ایا دولت د کورونا ویروس ناروغۍ سره د مبارزي په تړاولازم ګامونه اوچتوي او سمي پالیسۍ څخه کار اخلي. کله چی د سرویالانس (څارنی) په هکله خبری کوو، دا په یاد ولرئ چي سرویلانس تکنالوژي چي دولتونه به یې د خلګو په څارنه کي وکاروي، په ورته شکل همدا تکنالوجي به خلګ د دولت په څارنه کي هم ورڅخه استفاده وکړي.
په دې توګه د کورونا ویروس ناروغی د تابعیت لویه ازموینه ده. په راتلونکو ورځو کي به موږ ټوله تر ځانپاله سیاستوالو او بې بنسټه توطیو نظریاتو (Conspiracy theories) زیات باور پر صحي کارپوهانو او ساینسي معلوماتو ولرو. که موږ ددا دو ترمنځ غوره انتخاب په کولو کي پاته راشو، دخپل صحت د حفاظت او سلامتۍ پرځاي، ښایې خورا ارزښتمني ازادۍ له لاسه ورکړو.
یو نړیوال پلان ته اړتیا لرو
دوهم ډېر مهم اټکی چي موږ ورسره مخ یو هغه د ملي انزوا او د یونړیوال یووالي ترمنځ انتخاب دی. دواړه، اقتصادي ناورین او وبا یو نړیوالي ستونزي دي. دا دواړه ستونزي یوازي د یو نړیوالي همکاری او همږغی له لاري اغېزمن حل کیدلای شي.
په لومړی ګام کي، ددې لپاره چي ویرویس ته ماته ورکړو، نو اړتیا لرو چي په نړیواله کچه په دی اړه معلومات یو بل سره شریک کړو. دا د ویرویس په پرتله د انسانانو لویه ګټه ده. چین کی دکرونا ویروس د متحده ایالاتو کي د کرونا یو ویروس سره دانسانانو د اخته کېدو د څرنګوالي په اړه لارښووني نشی تبادله کولای. لیکن چین کولای شي متحده ایالاتوته دکورونا ویروس اودهغه سره د چلند کولو په اړه ګټوري لارښووني ورکړي. کله چي یو ايټالوی ډاکټر سهار وختي په میلان ښار کي د کرونا وایروس سره د مبارزې په اړه کوم نوې طریقه کشف کړي، کېدای شي په همدا ماښام په تهران کي د خلګو ژوند په وژغورلای شي. کله چي د انګلستان دولت د بېلابیلو پالیسیو په تطبیق او یا انتخاب کي د ګنګتیا او سرګردانی سره مخ شي، نو کولای شي د کوریا دولت څخه چي هغوی یوه میاشت مخکي د ورته کړکېچ سره مخ شوي وو مشوره وغواړي. لیکن دداسي یو حالت د رامنځ ته کېدو لپاره، موږ نړیوالي همکارۍ او باور روح ته اړتیا لرو.
ټوله هیوادونه باید د معلوماتو په شریکولو او سلامشورو غوښتلو کي پوره چمتواو په کلکه لېواله واوسي، ټوله هغه معلومات چي دوی یې په دې اړه ترلاسه کوي باور ولري. موږ ټوله د طبی تجهیزاتو تولید او توضېع په ځانګړې توګه معایناتي او تنفسي ماشینونو په برخه کي نړیوالو هڅو ته اړتیا لرو. که هر هیواد په جلا جلا او یوازی توګه د خپل اړتیا وړ مواد په محلي کچه تولید او زخیره کړي پر ځای یوه همغږغه نړیواله هڅه کولای شي تولید خورا ګړندی کړي او هم به د ژغورني وسایل په عادلانه توګه ووېشل شي. لکه څنګه چي د جګړي پرمهال هیوادونه صنعت ملی او انحصاری کوی، په همدې ډول د کورونا ویروس په وړاندي بشري جګړې په برخه کي ممکن موږ دې ته اړتیا ولرو چي مهمی تولیدي کرښې (انساني) کړو. یو بډایه هیواد چي د کورونا ویروس فقط یو څو پیښی ولري باید یو اندازه اړین توکي و یو غریب هیواد ته چي د کورونا ویروس ډيري پیښې یې ثبت کړي وړي ورته ولیږي. نومړي مرستندویه هیواد باید په دې باوري واوسي چي که چیري وروسته همکارۍ ته اړتیا ولري نو نور هیوادونه به یې مرستي ضرور را دانګي.
موږ کېداي شي ورته ګام د طبي متخصصینو د راغونډلو په برخه کي هم واخلو. هغه هیوادونه چي اوس مهال ویروس لږ ځپلي وي کېدای شي اضافه طبي متخصصین د نړۍ هغو هیوادونه ته ولیږي چي نسبتا ډېر ځپل شوي وي. داکاربه دوې ګټي ولري؛ هم به مو د اړتیا پر مهال بشري مرسته کړې وي او هم به مو په دې برخه کي طبي تجربه ډېره شي چي وروسته ورڅخه ډېره استفاده کېدلای شي. که وروسته د ددې ساري ناروغی لورۍ بدل شي، نو مرستي هم باید مخالف لوري ته جریان پیل کړي.
په اقتصادي برخه کي هم نړیوالي همکارۍ ته زښت اړتیا لرو. د اقتصاد او اکمالاتو و نړیوال ځنځیریز ماهیت ته په کتو، که هر دولت یوازي د ځپل ځان لپاره د غم خوړلو په فکر کي واوسي، پایله به یې یو ناورین شي. موږ یو نړیوال کاري او تدابیر پلان ته ډېره چټکه اړتیا لرو.
بله اړینه مسله د هیوادونو ترمنځ پر سفر کولو باندي یو مهمي هوکړي ته رسېدل دي. نړیوال سفرونه بندول به د سختو ستونزو لامل شي، اودکورونا ناروغۍ پر وړاندي به د مبارزی مخه ونیسي. دولتونه دې ته اړتیا لري ترڅو لږ تر لږه پراړمنواومهمومسافرینولکه ډاکټران، ساینسپوهان، ژورنالستان، سیاستوال او سوداګرو تګ راتګ ته د اجازی ورکولو په برخه کي یوبل سره همکاري وکړي. دا ګام دکوربه هیواد له خوا د مسافرینو د صحي معایناتو تر بشپړ ارزوني وروسته اخیستلای شي. که تاسو ته وویل شي چي په الوتکه کي هغه وګړي چي په دقت سره تر صحي معایناتو تېر شوي وی او کومه صحي ستونزه و نلري نو تاسو به یې و خپل هیواد ته دراتګ هرکلی ووایاست.
بدبختانه، اوس مهال هیوادونه ترډېره دا کړني نه ترسره کوي. ټولیز رکودي حالت نړیواله ټولنه ترفشار لاندي راوستلې. داسي ښکاري چي افراد د یو اړین هوښ څخه کار نه اخلي. د نړۍ د هیوادونو رهبرانو څخه دا هیله وه چي څو اونۍ مخکي یې لا باید یو بېړنی غونډه نیولې وای ترڅو د حالاتو سره د مبارزې په موخه یې یو اغیزمن کاري او تدابیري پلان وړاندي کړی وای. په مټي د جی ۷ هیوادونو تېره اونۍ همداسي یو ویډیویي کنفرانس ونیوی چي بېله کوم مهم پلان او پایلي پای ته ورسیدی.
په مخکنیو نړیوالو ناورینو کي لکه د ۲۰۰۸ م کال اقتصادي بحران او بیا د ۲۰۱۴ م کال د ابیولا (Ebola ) نړیوالي ساري ناروغۍ سره دمبارزې په برخه کي امریکا د نړۍ د رهبرۍ رول په غاړه درلود. خو د متحده ایالاتو اوسنۍ ادارې دنړیوالي رهبرۍ د دندي څخه په شا شوی. دا یې خورا روښانه کړې چي دوی د بشر د راتلونکي په پرتله د امریکا عظمت ته ډېره ترجیح ورکوي.
دمتحد ایالانو اوسنی دولت تردا مهاله حتی خپل نژدې متحدینو څخه هم لاس اخستی. کله چي متحده ایالاتو د اروپایی اتحادې څخه پر ورتلونکو ټولو سفرو بندیز ولګاوه، نو مخکي له دې چي اروپایي اتحادې ته د دومره سخت ګام اخیستو په اړه خبر ورکړي، د اروپا ټولنې څخه پر ورتلونکو ټولو سفرونو بندیز وضع کړ. متحده ایالاتو د کورونا ناروغۍ لپاره د المان هیواد دیو واکسین جوړولو و یو کمپنۍ ته د نوموړی واکسین د انحصاري حقوقو د پېریدلو لپاره په غیر مشروع شکل د یو میلیارډ ډالرو په وړاندي کولو سره د المان دولت حیران کړ. حتی که اوسنۍ اداره خپل لوري ته تغیر هم ورکړي او یو نړیوال تدابیري او عملیاتي پلان وړاندي کړي، ډېر لږ هیوادونه به د یو داسی رهبر پیروي وکړي چي هغه هیڅکله مسولیت اوغلطی نه مني او همیشه کارونو کریډیت او اعتبار د څان لپاره اخلي او پر نورو خلګو پړه او تور وغورځوي.
که چیري د متحده ایالاتو له خوا اوسنۍ رامنځ ته شوې خلا د کوم بل هیواد له خوا څخه ډکه نشي، نو نه به یوازي د اوسنۍ ساري ناروغۍ مخه نیوال ډېر ګران کار وي بلکي د سیاسي کړکېچ دا میراث به په راتلونکو کلونو کی هم نړیوالي اړیکي زیانمني کړي. خو بیا هم هر بحران یو فرصت دی. موږ باید تمه ولرو چي اوسنۍ ساري ناروغي به دبشریت سره د هغه نړیوال خطر په پوهیدو کی مرسته وکړي چي د نړیوالي بې اتفاقۍ له امله رامنځ ته شوې.
بشریت اوس و یو انتخاب ته اړتیا لري. ایا زموږ سفر به همداسي د بې اتفاقۍ پرلوري ادامه پیداکړي او که به د نړیوال یووالي پر لور ور وګرځي؟ که موږ د بې اتفاقۍ لاره غوره کړو، دا به نه یوازي اوسنی ناورین نور هم پسي وغځوي بلکي په راتلونکي کي د لاډیرو نورو ناوړه پېښو لامل کېدای شي. که موږ نړیوال یووالۍ او پیوستون غوره کړو، نو دا به نه یوازي د کورونا ناروغۍ سره زموږ د مبارزې په برخه کي بلکي د ټولو هغو ناروغیو او کړکېچینو په وړاندي چي په ۲۱ پېړۍ کي بشر د تهدید سره مخ کولای شي په وړاندي ستر بریالیتوب وي.
*یووال نوح هراری د Sapiens او Homo Deus مشهورو کتابنو لیکوالی دی.