د تحقیقاتو او شکنجو له سلو دروازو وتلی ملا برادر چې د کابل او اسلام اباد په دولتي داستانونو کې ستایل کېږي، د افغانستان د څارونکي او سیاسي قشر تقريباً ټول یې له طالبانو سره جوړجاړی ملنډې تعبیروي. دا بدګماني په کلیدي طالبانو کې د اهمیت له اړخه د انتخاب يو بحران ګڼل کېږي، مګر افغان حکومت له برادره تېرېدل په سوله له چلیپا سره معادل ګڼي، په دې مورد کې افغان حکومت که په حقه ندی، نو له حقیقت څخه ډېر لرې هم نشي ګڼل کېدای.
د طالبانو ځینې نوم ورکي مشران تر ملا عمر په مراتبو په جنګي لیکو او قومي ډلبندۍ کې نفوذ لري او که د سولې په نیابت دغو طالبانو ته د افغان دولت او یا بل هر چا چې غواړي سوله راشي، لاس ورسېږي، د افغانستان سوله د میاشتې او حتی ورځو په اوږدو کې تضمین ده.
د کوټې شورا استوره د پاکستان د سیاست او افغان دولت ذهني غلط فهمۍ هغه هنګامه ده، چې د همدې طالب مشرانو په اړه یې د غور کولو، فکر کولو او حتی رابطې تصور ناممکن کړی دی. زیاتره طالب قوماندانان پوهېږي، چې د کوټې شورا په نامه د پیریانو یوه جزیره وجود لري، چې د طالبانو فیصلو او لارنقشې ته مشروعیت بښي، اما په حقیقت کې د کوټې له شورا سره مخامخ ناسته او یا د شورا داخلي غونډه کله هم دایره نشوه. د کوټې شورا ته په افغانستان کې د یو کلیوال سړک د پخوالي د جواز، د نیول شوي انجنیر د وژنې د فتوا او یا ولسوالیو د کمیسیونونو د غړو ټاکنې لپاره مراجعه کېږي، خو دا نامريي جوړښت کله هم په داسې خپلسرو فیصلو او اقداماتو کې نقش ندی لرلی. دا هغه څه دي، چې ځینې محلي طالبان یې د خپل منطق او حاکميت د قوت لپاره کاروي، دا طالبان د کوټې شورا د نشتوالي په حقیقت هم پوهېږي او ځینې یو استخباراتي هدایت ته د کوټې د شورا امارتي رنګ ور اغوندي.
که په سیاسي صحنه کې د طالبانو اهمیت ته وکتل شي، دا ډېره جالبه ده، داسې یو جوړښت چې په اړه یې د دنیا ټول ملکونه ګړېږي، خو د تصمیم نیونکې شبکې د غړو له منځه یې حتی د اوو نومونه په یقيني ډول پېژندل شوي او تایيد شوي ندي. دا راز په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستې او طالب استازو له شناخت سره نور هم افشا شو، په قطر کې د طالب مرکچیانو یو یې هم د کوټې شورا غړی نه و.
د کوټې شورا غړي د ډرون له بریدونو خوندي او د سیاسي مصالحې له لسته بهر داسې یو جوړښت دی، چې سیاست ګمراه کوي خو بلفعل وجود نلري.
هېڅ شنونکی تر اوسه د کوټې شورا د غړو په هویت پېژندنې ندی توانېدلی، د طالبانو د نظام هغه لوړ پوړي چې د منصبونو او نفوذ له مخې باید د کوټې شورا غړي وای، ټول یا په شخصي سوداګرۍ بوخت دي، یا د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، یا په قطر او عربي اماراتو کې د جلا وطنۍ ورځې تېروي او یا هم تر کوټې د کابل حکومت ته ډېر نږدې اوسېږي.
د کوټې شورا عنوان ډېر مهال پاکستان د طالبانو د تصاميمو پرضد هم کارولی دی، اما د کوټې په حیثیت داسې خواره واره؛ اما سره هماهنګه طالب مشران شته، چې د افغانستان حکومت یې په تشخيص او تماس سره د سولې داخلي امکان په بې ساري ډول پیاوړی کولای شي. د دغو کسانو تر ټولو لوی اهمیت له پاکستاني استخباراتو لرې والی دی. په کابل کې د یو افغان تحلیلګر وحید مژده په هکله رسواییو چې ګویا له طالبانو سره رابطه لري، دا خبره ډېره پیاوړې کړه، چې د کوټې شورا په کابل کې د کرزي حکومت ته څېرمه اما د بېغورۍ له کبله زرګونه میله لرې موقعیت لري.
وحید مژده د طالبانو د نظام مخور دیپلومات و، دده په څېر ملا عبد السلام ضعیف، مولوي متوکل او دې ته ورته شپږ تر لسو نور هغه طالب مشران، چې له افغان دولت سره ندي، خو د افغان دولت د پیرې په برکت کې اوسېږي، هر یو یې د کوټې شورا له صلاحیته تېره استفاده کولای شي.
دلته ډېرې فیصلې واهمو ګمراه کړې او ډېر تحليلونه د پروپاګندې له تاثيره تګلاره اخلي، که د سولې او پخلاینې لپاره د طالبانو د مصممې شبکې او بانفوذه او کلیدي مشرانو په اړه غور ونشي او د طالبانو په ادرس نوي تګلاره رامنځ ته نشي د سولې کلۍ به د پاکستان په جیب کې وي او طالبان به لکه سهرابونه له سترګو تښتي، خو په حقیقت کې به هم د طالبانو او هم افغان دولت په سوله پسې سترګې ړندې شي.
وردګ صیب د نشې منځ مو ویشتلی دی
ریښتیا هم چې وحیده مژده، متوکل او کمزوری دری واړه د کوټې شورا تشکیلوي او دې شورا ته کرزي پخپله غیږ کې ځای هم ورکړیدی.