افغانستان د نشه یي توکو په کښت، پروسس او قاچاق کې لومړی مقام تر لاسه کړ، دا مهال تر یو میلیون زیات افغانان په نشه یي توکو اخته دي اودا رقم ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دی، په ټول هېواد کې تر ۲۰۰۰ زیات د نشه یي توکو د پروسس لابراتوارونه شتون لري. تنها له روسیې سره په اوږده پوله تر یو لک زیات کسان د نشه یي توکو په کاروبار اخته دي.
د یوه تحقیقي راپور په اساس په ټول افغانستان کې تر څلویښت زره میټریک ټنو زیات نشه یي توکي زېرمه شویدي، تنها د ټول افغانستان ۷۲ فیصده نشه یي توکي په کندهار، هلمند او فراه کې تولیدېږي، افغان حکومت له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست د وزارت تر کچې پورې لوړ کړ، پوره اداري تشکیلات او امکانات یې ورته په اختیار کې ورکړل، په داسې حال کې چې د همدې مخنیوي لپاره په کورنیو چارو وزارت کې له نشه یي توکو سره د مبارزې معنیت هم شتون لري او په تجارتي اعلانو یې ټولې غږیزې او لیدنۍ رسنۍ په سر اخیستې دي. هغه متل ریښتیا شو، چې وایي: (قصابان چې زیات شي غوا مردارېږي) د کابل او لویو ښارونو په هره څنډه کې د نشه یي توکو راکړه ورکړه عادي او عایداتي کار بلل کېږي، تاسې د کابل د سیند په منځ کې د معتادینو ډلې وګورﺉ چې ځولۍ، ځولۍ ناست وي. د نشه یي توکو په کاروبارکې نړیوال او لوړ پوړي افغان دولتي چارواکي ښکیل دي، کنه د خوار بزګر له وسه وتلې وه، چې خپلو تولید شویو موادو ته نړیوال مارکېټ پیدا کړي. دا یو اصل دی چې کله تقاضا زیاتېږي مستقیمآ په عرضه باندې تاثیر لري.
د ملګرو ملتونو له جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې اداره هم تر ډېره بریده په خپلو کارونو کې ناکامه بریښي، په ملیاردونو ډالر یې بېځایه مصرف کړي، ډول ډول پالیسي جوړوي، چې یوه یې هم په دې وطن کې د تطبیق وړ نده فقط د خپلو لوړو معاشونو د اخیستلو په غم کې دي او بس. د نشه یي توکو د وزارت د راپور په اساس چې مکرر یې خپروي، وایي؛ په ۱۷ ولایتونو کې د نشه یي توکو کښت، پروسس او قاچاق صفر شوېدی ولې، په ۱۷ نورو ولایتونو کې دا پروسه ښه په خوند روانه ده.
که داسې نه وای، نو افغانستان بیا دا لومړنی مقام نشوی تر لاسه کولای، په افغانستان کې په نشه یي توکو د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون وراوړي، کچېرې هر روږدی کس د ورځې یو ډالر په دې موادو مصرف کړي د ورځې یو میلیون ډالر او په کال کې ۳۶۵ میلیون ډالر د اور په لمبو سوځي، تردې به بله بده ورځ په افغانستان کې چېرته وي، چې دا مهال یې زیات شمېر وګړي هم د ژوند ډېرو عادي امکاناتو ته لاسرسی نلري او هر ورځ یې زیات شمېر ځوانان د کار د پیدا کېدو په موخه بهرنیو هېوادونو ته مخه کوي، چې کله تر منزل ورسېږي او کله هم دا سفر نیمګړی او له دې فانی نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.
له پورته ورکړل شویو معلوماتو دا په ډاګه کېږي، چې نړیواله ټولنه نه غواړي له دې مضره او تباه کونکي توکو سره د زړه له تله مبارزه وکړي، که دا حالت دوام پیدا کړي، نو په لوی لاس په یو ځل بیا افغانستان د یوې بلې بلا خولې ته ورو لوېږي، چې بیا به یې راوتل د افغانانو او نړیوالو لپاره خورا ستونزمن کار وي، نو په نړیواله ټولنه او افغان دولت غږ کوو، چې نور دې له دې دوه مخي سیاست لاس واخلي او په خوار افغان ولس دې ورحمېږي.