تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: په داسې حال کې چې نن هم په هرات کې د کورونا ۲۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي بلخوا دغه ولایت کې یو شمېر ځوانانو د کورونا ویروس ناروغانو ته د تنفسي مصنوعۍ سیسټم د اسانولو لپاره بریالۍ وینټلیټر دستګاه جوړه کړه.

په دې اړه د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د ځوانو متخصصینو یوې ډلې د میخانیکي وینټیلیشن واحد (وینټیلیټر) جوړ کړی و.

روغتیا پوهان وايي چې دا وسیله کولی شي د نړۍ د پرمختلليو وسایلو (وینټیلیټرونو) ځای ونیسي.

د ټکنالوژۍ او صنعت په برخه کې د ځوانانو دغې فعالې ډلې چې نن دوشنبه یې د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره هم کتلي دي دغه دستګاه یې ازمویلې او مثبته نتیجه یې ورکړې ده.

دا ډله وایي، د تنفس د اسانولو د دستګاه درې نمونې یې په دریو ورځو کې چمتو کړې دي.

دا ډله وایي، که دنده ور وسپارل شي نو به وکولی شي په ورځ کې لس مصنوعي تنفسي دستګاوې تولید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن دوشنبه هم په هرات کې د کورونا ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوې دي او په دغه ولایت کې ورسره د کورونا د پیښو شمیر ۱۳۱ او ټول هیواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۷۰ ته لوړ شو.

هرات کې د کورونا په تازه ناروغانو کې ۱۷ نارینه اړ اته تنه یې مېرمنې دي.

حکومت که څه هم په هرات ولایت کې په شلو ورځو کې د کورونا د درملنې ۱۰۰ بستره روغتون باندې چټک کار روان مړی او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ یې هرات ته جلا کړې دي، خو د وینټیلیټرونو نشتوالی د هرات ښاریانو او روغتیایي چارواکو لپاره د جدي اندیښنې لامل شوی.

کورونا ناروغي اخته کس ته تنفسي بندښت پیدا کوي خو وینټلیټر اله بیا دغسې ناروغانو ته مصنوعي تنفس ورکوي تر څو ناروغ مړ نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *