تاند، جمعه، د حمل ۱۵مه: په هېواد کې د کورونا پېښو د زیاتېدو له امله د ننګرهار او پکتیا چارواکو له دغو ولایتونو څخه هر ډول تګ راتګ باندې بندیز اعلان کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاند ته وايي، له ولسوالیو جلال اباد ښار او له جلال اباد ښار څخه کابل، لغمان او کونړ ته تګ راتګ سر له نن جمعې د مازیګر له پنځو بجو راهیسې بندېږي او هیچاته به دغه ښار ته د ننوتو یا ترې د وتلو اجازه ور نه کړل شي.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې هم دا ښار قرنطین و خو په ځینو مواردو کې ځايي حکومت له نرمۍ څخه کار اخیسته.
بلخوا د پکتیا ولایتي ادارې هم اعلان کړی دی چې په دغه ولایت کې د خواجه حسن په کلې کې د کورونا د دوه مثبتو پېښو له ثبت وروسته له ګردېز ښار څخه ولسوالیو او ولایتونو ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
د پکتیا د والي له دفتره تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هیچاته به له کور څخه د راوتلو اجازه هم ور نکړي اوپه دې تړاو به د حکومت اقدامات لا سخت کړي.
همدا راز د پکتیا تندر ۲۰۳ قول اردو هم خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د کورونا د دوه مثبتو پېښو له ثبت وروسته یې خپلې ټولې قرارګاوې او ګارنیزیون قرنطین کړی او د هر چا ورتګ باندې یې بندیز لګولی دی.
په همدې حال کې د کابل والي یعقوب حیدري خبرداری ورکړی که د کابل خلک په کورونو کې په جدي ډول پاتې نه شي نو دا ښار به هم د هرات په برخلیک اخته شي.
دا مهال په افغانستان کې د کورونا ۲۷۳ پېښې ثبت شوې دي چې شمېر یې تر ټولو زیات په هرات او ورپسې کابل کې دی.