الله تعالی د خپل ستر کتاب، قرآن کریم د احزاب سورې په ۷۲ آیت کې یوې پېښې ته اشاره کوي. الله تعالی په دې آیت کې یو امانت یاد کړی او فرمايي چې: موږ دا امانت اسمانونو، ځمکې او غرونو ته وړاندې کړ، خو ټولو یې له پورته کولو نټه وکړه، یوازې انسان هغه مخلوق وو چې را وړاندې شو او دې ستر امانت ته یې اوږې ورکړې. د دې کار له کبله الله تعالی د انسان په هکله فرمايي چې بې له شکه انسان ظالم (تېری کوونکی) او جاهل (ناپوه) دی.

د قرآن کریم آیت او ورسره د محمد فاروق غلجي ژباړه یې په لاندې ډول ده: 

((إِنَّا عَرَضْنَا الأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولاً. ژباړه: موږ (خپل) امانت اسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى. ))

په آیت له امانت څخه مراد څه دی؟ صحابه، تابعین او جمهور علما یې په اړوند څه نظرونه لري، دا بحث به د تفسیر امامانو ته پرېږدم. دلته غواړم په دې هکله یو څو خبرې وکړ چې ولې انسان ظالم او جاهل ګڼل شوی دی. 

لومړی، په دې هکله د ځینو سترو علماوو اندونو او څرګندونو ته تم کېږو. 

الف) په معارف القرآن کې مفتي شفیع عثماني (رحمه الله) په دې پېښې اوږد بحث کړی، او د دې پېښې مهال یې د ((عهد الست)) له پېښې وړاندې ګڼلی او په دې تړاو یې د حضرت عبدالله بن عباس رض په یوه روایت استناد کړی. د ((ظلوما جهولا)) په هکله هم نوموړی له څرګند بحث وروسته دې پایلې ته رسېږي چې که په دې ځای کې له انسان څخه په مطلق ډول د انسان نوعه مراد واخیستل شي. نو په دې کې د ټولو انبیاوو، رسولانو، صالحینو، صدیقینو او شهداوو په څېر د ستایل شویو وګړو یو ډول مذمت او سپکاوی راځي، خو داسې نه ده. شفیع عثماني رح زیاتوي چې دلته له انسان څخه د انسانانو اکثریت موخه ده، په دې معنا چې د انسانانو لوی اکثریت به له دې امانت څخه چې دی یې د شرعي احکامو او امورو په معنا اخلي، مخ اړوي؛ نو څنګه چې اکثریت به دا کار کوي، ځکه په مطلق ډول انسان یاد شوی. او دا هېڅکله په دې معنا نه ده چې له آدم ع څخه تر دې دمه به ټول انسانان په ورته ډول وي. دا ستر مفتي یاد تفسیر له حضرت ابن عباس رض، ابن جبیر رض، او حسن بصري رح څخه منقول ګڼلی. د ((ظلوما او جهولا)) په هکله دوهم تفسیر معارف القرآن دا راوړی چې په دې ځای کې د ظلوما او جهولا کلمې په داسې ډول کارېدلې لکه یو څوک چې له ډېرې مینې یو چاته وايي چې: ((پلانکی ډېر ظالم او نادانه سړی ده.)) او په دې معنا کې دا کلمات په مطلق ډول د ټول انسانیت لپاره هم کارول کېدی شي. دا تفسیر هم په تفسیر مظهري کې د مجدد الف ثانی رح او یو ډول صوفیانه تعبیر ګڼل شوی.

ب) د هند بل ستر اسلام پوه او عالم مولانا محمد اشرف علي تهانوي (رحمه الله) هم په خپل نوموتي او معتبر تفسیر ((بیان القرآن)) کې په دې هکله بحث کړی او پخپل ځانګړي انداز کې د ظلوما په تفسیر کې لیکي چې انسان ظالم دی په خپلو اعمالو کې او جاهل دی په خپلو علومو کې. ورپسې هغې نیوکې ته چې له دې تفسیر څخه را پیدا کېږي، د ځواب په ډول وايي چې دا حالت په اکثریت ډول دی، او له هر چا سره به د خپلو اعمالو له مخې چلند کېږي. خو دې پوښتنې ته يې له علمي او عقلي اړخه ډاډمن ځواب نه دی ورکړی چې انسان ولې ظالم او جاهل ګڼل شوی دی، هغه هم په داسې حال کې چې دومره ستر کار یې کړی! 

ج) په تفسیر مدارک (مدارک التنزیل و حقائق التأویل) کې چې مولانا شمس الدین مد ظله اردو ژبې ته ژباړلی،  الشیخ ابو البرکات عبدالله بن احمد بن محمود النسفي د ظلوم په تفسیر کې فرمايي چې ((بېشکه انسان ظالم دی، ځکه چې د ډېر ژر به د دې امانت له پر ځای کولو څخه لاس واخلي.)) او د جهولا په تفسیر کې لیکي: ((او جاهل دی، ځکه چې ډېر ژر به د نېکمرغۍ پر لور سوق کوونکي شي څخه مخ واړوي. په داسې حال کې چې دی یې د پر ځای کولو وړتیا او توانايي لري.)) له دې وروسته، بحث پر همدې ځای پای ته رسېدلی او هغه پورتنۍ نیوکه یې هم بې ځوابه پرې ایښي. خو دلته یوه ټکي ته پام پکار دی چې شیخ رح په الفاظو کې دقت کړی، او د راتلونکي صیغه یې ورته کارولې. په دې معنا چې انسان به د وخت په تېرېدو له دې امانت څخه سر وغړوي او شاته به يې وغورځوي. د دې نظریې تائید په ډېری هغو احادیثو کې هم راغلی چې د قیامت د نښو نښانو په هکله راغلي دي. 

په پورتنیو درې او نورو تفاسیرو کې شاوخوا ورته څرګندونې او تفسیرونه وړاندې شوي، او له یو بل سره ډېر توپير نه لري. 

خو په دې ټولو تفاسیرو کې که وګورو یوه خبره پکې ډېره څرګنده ده هغه دا چې دې پوښتنې ته یو ډاډمن ځواب نه دی ورکول شوی چې ولې انسان ظالم او جاهل دی؟ الله تعالی غواړي خپل امانت یو چاته وسپاري، ټول یې له اخیستلو مخ اړوي، خو یوازې انسان ور وړاندې کېږي، او وايي اې الله، د دې امانت لپاره زه تیار یم او ماته یې را وسپاره. نو په دې ځای کې د دې په ځای چې د انسان ستاینه شوې وی، ولې د ظالم او جاهل خطاب ورته کېږي؟ د انسان د ټول تاریخ په عامه توګه او د یوه انسان د ژوند په خاصه توګه له تجزیې او تحلیل وروسته بې له شکه چې دا پایله لاسته راځي چې انسان په ډېری وختونو کې د یوه ظالم او جاهل په څېرو کې را څرګندېږي. خو الله تعالی دې ټکي ته یو بل ځای هم اشاره کوی شوی، ولې يې په دې ځای کې چې انسان دومره ستره کارنامه ترسره کړې، دا صفتونه ورته منسوب کړي؟ 

خو له نېکه مرغه دا پوښتنه بې ځوابه نه ده پاتې! دا پوښتنه د هند د نیمې وچې یوه اسلام پوه په خپل تفسیر ((تدبر القرآن)) کې ځواب کړې: ((نوموړي عالم ظلم او جهل د انسان لپاره ډېر غوره صفتونه یاد کړي. دی وايي چې په حقیقت کې همدا هغه صفتونه دي چې انسان ته یې د دې وس ورکړی چې دا ستر امانت په خپله غاړه واخلي.))

دا رښتیا ده که په انسان کې تر یو څه حده ظلم او جهل نه وی، نو هېڅکله به یې دا امانت نه وی ور خپل کړی. او انسان به هم نن ورځ د نورو حیواناتو، نباتاتو او جماداتو په څېر بې عقله او بې شعوره  پاتې وی؛ ډېری مفسرین په دې یوه خوله دي چې انسان ته عقل او شعور د دې امانت له پورته کولو څخه وروسته ورکول شوی. ځکه د دې امانت د پر ځای کولو لپاره عقل او شعور ته اړتیا ده. 

په انسان کې پخپل ځان د ظلم منلو وړتیا او توان او په ځینو چارو کې ناپوهي او جهل ده چې هغو کارونو ته یې اړ باسي چې که د نړۍ پر مخ بل ذي شعور مخلوق وی، نو هرومرو به يې انسان په همدې ټکو یاد کړی وو. د نن ورځې ساینس، ټکنالوژي، په بشري علومو کې لوی لوی پرمختګونه، له ځمکې څخه پورته کېدل او نورو ستورو ته رسېدل، د سیندونو تل ته ور کوزېدل، د نویو موندنو لپاره د غرونو کیندل او را سپړل، ټوله ټوله شپه د ناروغیو د درملنې لپاره په ویښه تېرول او داسې نور هغه کارونه دي چې له یو څه ظلم او جهل پرته یې هېڅ امکان نه وو. د ډېری پوهانو په هکله به مو اورېدلي وي چې د ځینو تجرباتو لپاره یې کلونه کلونه په لابراتوارونو کې تېر کړي، تر دې چې په همدې کې يې خپل ژوند، کورنۍ، د خوند شېبې او هر څه له لاسه ورکړي؛ د اډیسن کیسه نن ورځ کابو د هر ماشوم په خولې کې ده، نوموړی لس کاله تجربې کوي، خو یوه ورځ راځي، ګوري چې لابراتوار یې اور اخیستی. نو د هماغه لابراتوار مخې ته اسمان ته ګوري او وايي: 

((اې خدایه! څومره مهربانه یې. شکر چې دا ځای دې وسوځاوه ځکه چې تر ننه پورې مې ناسمې تجربې کولې. له نن وروسته به سمې تجربې کوم.))

آیا دا کار هغه څوک کوی شي چې په ځان باندې یو څه ظلم او تېری ونه زغمي او هغه ناپوهي او جهل چې الله تعالی په پورتني آیت کې یاد کړي له هغه څخه برخمن نه وي. 

د مقالې په پای کې د انسان همدې ظلم او جهل ته د ژوند په یوه بله بېلګه کې هم اشاره کوم، ممکن ورته وخاندئ. که د ژمي په یوه واورینه یخه شپه کې یو عاشق ووینئ چې تر رڼه اسمان لاندې ټوله شپه له یخنۍ لړزېږي او یوازې د خپلې معشوقې د یوه دیدن لپاره ولاړ وي، نو له خولې څخه به مو بې واکه ونه وځي چې: ((دا څه ظالم او جاهل انسان ده!!)) خو هغه عاشق بیا هم ولاړ وي او که هر څومره هم د دې کار د تاوان او زیان په هکله سر ورته وخوږوئ، نو هېڅ به یې ونه مني. 

په آیت کې هم الله تعالی د انسان همدا ظلم او جهل یاد کړی. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *