تاند- طالبان او چارواکي وايي چې په میدان وردک کې یوې زورورې موټر بمي حملې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د وردک ولایت د والي ویندوی عطا لله خوږیاڼی وايي په دې چاودنه کې چې نن سهار وختي د نرخ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مخته وشوه، څلور پولیس ځای پرځای ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

خوږیاڼي د پېښې په اړه همداراز وویل:« شاوخوا شپږ بجې د یوه موټر بم چاودنې چې مازده ډوله و، له امله څلور تنه، چې درې یې د پولیسو افسران دي او یو پولیس دی، شهیدان شوي همدا راز په دغه پېښه کې اوولس نور امنیتي کسان  ټپیان شوي، چې د څلور تنو روغتیایي وضعه د اندېښنې وړ ده خو د پاتې نورو ټپونه سطحي دي .»

د ده په وینا چاودنې د نرخ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ودانۍ هم زیانمنه کړې ده.

خوږیاڼي دا هم وویل چې ټپیان د ولایت د مرکز میدانښار او دغه راز د کابل شهید سردار محمد داوودخان روغتونو ته لېږدول شوي دي.

طالبانو بیا ویلي چې د نرخ ولسوالي یې د مازدا موټر په وسیله په نښه کړې او په نتیجه کې یې د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیه قومندانۍ ودانۍ د استخباراتو مرکز او د سپېشل فورس عسکرو مرکز کاملاً ویجاړ شوي دي.

طالبانو همداراز ویلي چې په دې برید کې، چې د یوه مازدا موټر په وسیله او د یوه ځانمرګي له لوري شوی، په لسګونو عسکر، پولیس او مامورین وژل شوي دي.

وړمه ورځ طالبانو ادعا کړې وه چې په وردک ولایت کې یې ۱۲ سیمه ییز پولیس ژوندي نیولي دي.

2 thoughts on “په نرخ ولسوالي کې تر شلو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې”
  1. دنرخ دوالسوالی جریان داسی ده چی له ولسوالی مخکی دطالبانو او حکومت ترمنځ دحزب اسلامی کسان پراته دی چی طالبان هیڅ اصلا دا توان او وس نلری چی حکومت سره جګړه وکړی ځکه دحزب حکمتیار ملیشی چی ظاهرا مجا هدین ځا نو نه حسا بوی خو فه فټه له حکومت سخه فیسی ا و وسلی تر لاسه کوی چی خلق یی ار بکیان بلی ۰۰۰ دغه ار بکیان دحکومت اردو او فو لیسو ته دطالبان ځایونه ور فه ګوتو کوی ۰۰۰ او تا سو به خبر یا ست چی دنرخ والسوالی کی شخصی دشمنی ډیری زیاتی ده حکومت دخلقو او دحزب اسلامی حکمتیار دنیرو فه دستور ډیر بی ګناه کسان دطالبانو فه نام وږنی وهی یی او عملا دزرداد او شامار فا ټکونه له خلقو فیسی دسرک فه سر اخلی او حکومت یی هیڅ مخه نه نیسی نو لدی معلو میږی چی دحزب اسلامی او دحکومت غله سره یو ځای شو وی او خلقو سخه فا ټکو نه اخلی ۰۰۰ نو موږ تا ند له کار کونکو هیله لرو چی ددی موضوع څیړنه وکړی او یو حقیقتی خبر فری خفور کړی تر څو دحکومت چار واکی فری فوه شی او بی ګناه خلق دچا فه دستور شهیدان نکړی ۰۰۰ نو ځکه طالبانو ته سخطه غو سه ور غلی او دا عمل یی ور سره وکړو که حکومت متو جه نه شو او داسی عملو نه یی تکرار کړل چی حقیقت ونه ګوری او بی ګناه خلق دطالب فه نام وږنی بیا به هم همداسی ور سره کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *