کله چې ژړا راشي، نو د لیونتوب له توره وډار شم او بیرته یې په زړه کې ژوندۍ دفن کړم، وایم څوک د لیوني ټاپه راباندې و نه لګوي، ګنې د تېرو ۴۱ کالو هر ساعت داسې راباندې تېر شوی چې باید هر ساعت مې ژړلي وای، اسمان ته مې خوله نیولې وای او ټول کاینات مې په خپلو چغو او بغارو را خبر کړي او حیران کړي وای.
خدای خبر چې څوک به د کرونا له خونړي آفت څخه ژوندي وځي او څوک به یې زهرجن غشي ته برابریږي؟ خو ما ته افسوس په دې راځي چې د دغې نړیوالې وبا د خپرېدو پر مهال هم افغان بچی په سنګر کې قرباني ورکوي؛ دا چې په شته وطن کې مو ژوند په بې وطنۍ کې تېر شو، له پلار او نیکه را پاتې اسلامیت کې د کفر ټاپې را باندې ولګېدې، په لسګونو رهبرانو کې مو په یو رښتیني او زړه خوږي رهبر پسې سترګې ووتې، په پریمانه خوږو – روانو اوبو او خزانو کې مو نورو ته د سوال لاسونه ونیول او… د دې بیه هیچا هم ورنکړه.
زه دا دی ۴۱ کلن شوم، خو کومه بدبختي چې ۴۱ کاله وړاندې په هیواد کې پیل شوې، هغه اوس همغسې روانه ده، توبه خدایه! یو شوم هیواد دی چې له ۴۱ کالو راهیسې یې زموږ هیواد او خلک سور اور ته نیولي او په مسلسل ډول یې ښه په زور او ولولو سره د جهاد په نوم داسې جګړه دلته روانه ساتلې چې که څومره هم شرایط بدلیږي، نو له وسایلو او خامو موادو پرته په اړونده فتوا کې ټکی بدلون هم نه راځي.
همدغلته زه د لیونتوب له توره ځکه وډار شم چې په عین ژړا کې خندا راشي، یو عجیب منطق سره مخ شم، سربداله مې کړي او ان تر دې چې له خپل زرګونه کاله تاریخ څخه مې کرکه وشي، د افغاني غرور شعار مې له پامه بد شي، د غټو غټو پګړیو شخو شملو ته په چورت کې لاړ شم چې سړیه موږ اوس هم په لنګ پورې خاندو او د پیغور په توګه د لنګ خاوندان بې غیرته تورلینګي بولو؛ خو له بده بدمرغیه چې هیڅکله مو هم د دغسې خبرو پر مهال خپل منطق او عقل نه دا پوښتنه ونکړه چې موږ څه کړي او څه کوو؟ آیا همدغو تور لېنګیو زموږ د خپلمنځي جنګ ماشین یوه ورځ پارچوه پریښی؟ آیا له موږ یې خپل ارزښتونه نه دي هېر کړي؟ موږ یې په شته منابعو کې سوال ته نه یوو اړ کړي؟ او په ټوله کې یې د ژوندانه لاره راڅخه نه ده ورکه کړې؟
په والله بالله چې هر یو دا واقعیتونه ښه درک کولی شي؛ خو بدبختي دا ده چې د اعتراف لپاره یې په وجود کې وجدان او جرأت نشته، ګنې وختي به موږ له دغه پیغوره وتلي وای.
تاریخ به زموږ د شرمونو په ټولګه کې د وحشت او ځانچارۍ دا کرښه هم ور زیاته کړي چې د نړۍ کفارو او یهودانو له وژونکي وایرس covid -19 څخه د ژغورنې او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره یو تر بله لاسونه ورکول او مرستې او تجربې یې سره تبادله کولې؛ خو په افغانستان کې د اسلام سرسختې مدعي ډلې د دغه نیمه قیامت پر مهال هم د ټوپکو خولې سړې پرې نښودې او د لسګونو هیوادوالو ژوند یې ترې واخیست؛ سړی ځکه حیران شي چې ولې په نورو اسلامي هیوادونو حتا د همدغو تور لېنګیو هیواد کې دا د جهاد شرایط نه برابریږي چې یوازې په افغانستان کې اسلام د وینو او سرونو په بیه تمام شوی دی؟ په داسې حال کې چې ان د دوی د رامنځته کېدو، قوانینو، دودونو، اهدافو او … شرایطو له مخې یې ښایي چې له همغه ځایه د ټوپکو را اوښتې خولې باید بېرته پر همدوی ور واوړي.
نه زړونه نرم شول، نه له هر تېر نه چا درس واخیست او نه په چا کې د قدرت تنده ماته شوه. هغوی چې په شعوري ډول یې د خپل نظام پرخلاف خپل سرونه قربان کړل، دې ته خوښ ول/دي چې ګواکې شهادت یې په برخه شو، هغوی چې بې غرضه ول/دي خپله بې ګناهي یې پلمه کړې او د اجرونو په تمه یې خپل سرونه او مالونه ونشوای ساتلی او دا پاتې ژوندي افغانان بیا دې ته خوشحاله دي چې لږ تر لږه ژوندي خو دي او په عامه اصطلاح فقط ګوزاره کوي.
کله چې موږ له ژوندانه یا ژوند کولو تېر شوي یوو او د معنوي امتیازاتو لپاره مو شهادت منلی وي یا مو یوازې د ساه اخیستو لپاره د ګوزارې ماحول ته پناه وړې وي، نو ته وا له هغه زړه نه به چغې را ونه وځي چې پکې څه ناڅه احساس ژوندی وي؟ روان حماقت ته به یې خندا رانشي چې د حقیقت پر پوله ناست وي؟ او بالاخره یو څو کوکې به ونکړي چې لا هم د غږ پورته کولو لپاره د هنجرې ترڅنګ جرأت هم ولري؟