د بابل خان، کتاب په اړه یې ولولئ، که مو (د بابل خان) کتاب نه وي لوستی خامخا یې مطالعه کړئ. د کار او ژوند په اړه به له بې شمېره رازونو خبر شئ، خامخا به د کار کولو لارې چارې ترې زده کړئ. پر دې به پوه شئ چې يوه افغانۍ هم ارزښت لري او کولای شو په ډېرو لږو پيسو هم د سيمې ښاغلي و اوسو، د ژوند ستونزې مو اوارې کړو، د نورو له احتياج ځان خلاص کړو او پر خپل پښو ودرېږو.

په دې کتاب کې تر ټولو ډېر ټينګار د پور (قرض) په نه کولو شوی. ویل شوي هر کار چې کوې لومړی بايد له پور ځان خلاص کړې، پور مو لاسونه در تړي، له هر کار مو زړه توری کوي او مخکې تګ ته مو نه پرېږدي، نو له پور ځان وساتئ که ټول پورونه په يو ځای خلاصوی نه شئ، هڅه وکړئ له خپل عاید سره سم يې د قسطونو په توګه لږ لږ ورکړئ.

د بابل خان کتاب، د څو کسانو کيسې را اخلي چې يا مريونه، يا د رمو شپانه، خوار ښوونکي او يا هم له ژونده داسې زړه توري خلک دي چې نور يې ژوند کولو ته هیله او ارمان نشته. په بابل ښار کې د ارکاد په نوم د ښار تر ټولو شتمن سوداګر دی، ان د ښار حاکم هم ارکاد ته اړ دی چې د ښار د مالي حسابونو د ساتنې او پانګې لوړلو له پاره له يې له تجربو ګټه واخلي. ارکاد د ښار يو خوار او بې وزله انسان دی، نوموړی د لوحو په حک کولو او ليکلو کې کار کوي. ارکاد له خپل ژوند ستړی دی، خو يوه ورځ يو لارښود مومي چې نوموړي ته څو لارښوونې کوي:

هر څومره عايد چې لرې لسمه برخه يې ستا خپله ده. ارکاد په حيرانتیا سره ورته وايي:

ولې يوازې لسمه برخه، زما عايد ټول زما دی، خو لارښود يې صراف القميش په ځواب کې ورته وايي:

نه، نه داسې نه ده، ستا په عايد کې د نانوای، موچي، مېوې پلورونکي، سبزي پلورونکي او هر چا حق دی، خو کولای شې چې لسمه برخه یې څنګ ته کړې، ويې ساتې او د کال په پای کې ډکه همياڼۍ ولرې. 

ارکاد د خپل لارښود په لارښوونو عمل کوي، د هغې پرلپسې لارښوونې عملي کوي، لسمه برخه ساتي، د کال په پای کې خپله همياڼۍ ډکه ويني، ورپسې خپله پانګه سمه ساتي، په پانګه يې کار کوي، د پانګونې له پاره سمه لاره لټوي، ان د پانګې په ګټه هم کار کوي. ځان ته کور جوړوي او ژوند يې ښاغلی کېږي.

که موږ (د بابل خان) کتاب ولولو پوه به شو چې هره بې ځايه لګېدونکې افغانۍ زموږ پښې ماتوي او هره افغانۍ چې لګوو باید چې له خپل عايد سره سمه یې ولګوو، که مو عايد تقاضا ولري کولای شو په ډاډه زړه يې ولګوو او هېڅ کله هم له خپله عايد زیات لګښت ونه لرو، خو له بده مرغه چې زموږ افغانانو بیا عادت داسې نه دی.

 زموږ په سلو کې لس تنه هم د دندې تر څنګ شخصي کاروبار نه پېژني او نه يې کوي. تل په دې فکر کې دي چې څنګه وکولای شي څو ميلیونه او يا هم څو سوه زره افغانۍ ومومي او شخصي کار پرې پيل کړي، خو (د بابل خان) که ولولو او د بابل د تر ټولو ډېر شتمن له ژوند چارو او تجربو خبر شو، خپله به پوه شو چې کولای شو په لږ عاید سره هم د خپلې سیمې ښاغلي و اوسو خو د دې له پاره چې د سيمې ښاغلي شو باید چې د صراف القميش، ارکاد او مشهور صراف ماتون کيسې ولولو او يو څه ترې زده کړو.

په (د بابل خان) کتاب کې د ژوند جوړولو او کاروبار له پاره نور ډېر او په زړه پورې درسونه شته دي، هيله ده ویې لولئ، کيسې يې نورو ته وکړئ او له کتاب څخه مو خپل نچور هم له خپلو ملګرو سره شریک کړئ. هر کتاب يو درس، يوه زده کړه، يوه لارښوونه، يوه تجربه او يو تمرین دی، نو د خپلې ټولنې د پرمختګ او روښانولو له پاره مطالعه وکړئ.

د بابل خان کتاب، جورج اس. کلاسن لیکلی او جبار فراز په خپل خواږه متن سره پښتو ژبې ته اړولی دی، ياد کتاب لومړی ځل په ۲۰۱۷م کال په پښتو ژبه چاپ شو، دويم چاپ يې په ۲۰۱۸م او درېيم چاپ يې په ۲۰۱۹م کال په کابل کې د سروش کتاب پلورنځي له لوري په سپين کاغذ او ښکلي کيفيت سره شوی دی. فراز صیب د بابل خان کتاب د وطن خوار ښوونکي ته چې نه يې خان په کيسه کې دی او نه يې هم قسمت کار کوي ډالۍ کړی دی. ياد کتاب په نړیواله کچه تر دوو میليونه ټوکه ډېر پلورل شوی دی. 

د کتاب په اړه نړيوال پوهان غږېدلي او کتاب يې خورا ډېر ګټور بللی دی. مشهور نړيوال ليکوال براين ټرېسي د بابل خان په اړه وايي:

دا کتاب د اقتصادي برياليتوب لومړۍ خښته ده، ځکه چې بيان شوې تګلارې يې ساده، سيده او اغېزناکې دي.

تکړه ويناوال او ليکوال اوګ مانډينو يې په اړه وايي:

د بابل خان کتاب به مو د داسې يوې موخې په تر لاسه کولو وتوانوي چې تر دې وړاندې به مو ناشونې بلله.

پېژندل شوی سوداګر او ویناوال جيم رون د دې کتاب په اړه وايي:

د بابل خان کتاب سپارښتنه، زما لارښود ايرل شوف راته وکړه، ما يې تګلارې عملي کړې او پر ۳۲ کلنۍ کې ميليونر شوم. نوموړی زیاتوي د دې کتاب سپارښتنه مې د خپل څلوېښت کلن مسلکي ژوند په اوږدو کې نژدې څلور ميلیونو انسانانو ته کړې ده او ورته ويلي مې دي چې جورج کلاسن مو له اقتصادي اړخه پر خپلو پښو درولای شي.

زه (د دې لیکنې لیکوال) وايم که مې (د بابل خان) کتاب لس کاله مخکې لوستی وای اوس به د لويې پانګې او ډېر کاروبار څښتن وم، خو اوس هم ناوخته نه ده، بايد چې د ژوند جوړولو، ژوند ارامولو او ارزښت پېژندلو ته مخه کړو. موږ هغه وخت ژوند جوړوی شو چې ارزښتونه وپېژنو. ارزښتونه د نورو له تجربو تر لاسه کېږي چې په دې کتاب کې د ډېرو تکړه کسانو تجربې شريکې شوې دي.

له فراز صیب چې پښتو ژبې ته يې له کچې ډېر خدمتونه کړي په زړه پورې کتابونه يې ورته ژباړلي دي نړۍ مننه کوو. دا چې ياد کتاب مې تازه ولوست، خوند يې راکړ، له همدې کبله مې وغوښتل د کتاب نچور له تاسې درنو لوستونکو سره شريک کړم. هيله ده (د بابل خان) کتاب مو پېژندلی او له معلوماتو مو يې ګټه اخيستې وي.

د فراز صیب دې کور ودان وي چې پښتو ژبې ته خدمت کوي او موږ پښتانه د نورې نړۍ له اثارو سره بلدوي. د فراز صیب هره ژباړه په زړه پورې ده او ټول يې ګټور کتابونه ژباړلي او خپاره کړي دي، قلم يې تاند او عمر يې اوږد اوسه، تاسې هم که کوم کتاب لولئ په اړه يې یو څه وليکئ.

د ۱۳۹۹لمریز کال د وري ۱۱مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *