تاند، شنبه، د حمل ۱۶ مه: د امریکا سفارت په کابل ښار کې د ولسمشر د یو مشهور ساتونکي په وژلو خپل غبرګون وښود او د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پي پي ایس ځواکونو یو وړ امنیتي، مسلکي او ریښتینی افسر له لاسه ورکړی. او افغانستان به د هغه اتلولي و میړانه یاده ساتي، خو غږ یې هم کړی چې د هغه قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې چې وسله والو په یو کمین کې د جمعې په ماسختن اته نیمو بجو د پي پي ایس پر دوو کارکوونکو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې یې قیام مقصودي وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
آرین زیاته کړه چې د برید په اړه تحقیقات روان دي خو تر دې دمه کوم فرد یا ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.