د پکتيا ولايتي شورا، مدني ټولنو او قومي مشرانو د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې د هېواد له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې په ټولو سياسي بهيرونو او ملي تصميمونو کې د پکتيا کادرونو ته د پوهې، اهليت او مسلکي وړتيا په کتو ونډه ورکړي.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس  عبدالمالک مجاهد، واک دې په عادلانه ډول هغه چاته ورکړل کړل شي، چې وړتيا يې ولري.

مجا هد وايي پکتيا سره توپيري چلند کېږي او دوی سر له اوسه نوي دولت ته وريادوي چې د دې ولايت حقونه دې ورکړل شي، که نه په خبره يې لوی مدني اعتراضونه به پيل کړي.

د ځوانانو پارلمان غړې ناهيد حکيمي نيوکه کوي چې لا هم د پکتيا مېرمنو ته د اقتصادي او سوداګريزو فعاليتونو زمېنه نده برابره شوې او نه ورته په دولتي ادارو کې لازمه ونډه ورکړل شوې ده.

د ځوانانو پارلمان بل غړی احمدالله احمدي وويل چې د پکتيا اوسېدونکي په هر سخت حالت او ټاکنو کې د دولت او نظام د بقا په ملاتړ درېدلي خو، په بدل کې ورته هيڅ پام ندی شوی.

احمدي وايي چې پکتيا ته په تېرو شاوخوا شپږ کلونو کې هېڅ کار ندی شوی او نه د ولسمشر کومه ژمنه عملي شوې ده.

قومي مشر محمد نبي احمدزي او کوچي احمدزي وويل، چې د پکتيا اوسېدونکي دې ولايت ته د کابينې او نورو چارواکو پر نه پاملرنه ډېر خوابدي دي او د دې ولايت د اقتصادي پرمختګ لپاره تر دمه واقعي کوچنی واقعي کار هم ندی شوی.

دوی وويل  که په لنډه موده کې په کابينه کې د پکتيا کادرونو ته ځای ورنکړل شي او په پکتيا کې د ژمنه شويو پروژو عملي کارونه پيل نشي، نو ټولې دولتي ادارې او له کابل سره نښلېدونکې لارې به وتړي.

د پکتيا اوسيدونکي په داسې مهال د خپلو حقونو غوښتنه کوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني وروسته د ولسمشرۍ له لوړې د کابينې په جوړولو پيل کړی او يو شمېر وزارتونو ته يې نوي ورپېژندلي، چې د ولسي جرګې له تايد وروسته به دندې اجرا کوي.

راپور: همت احمدزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *