خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد د وري، حمل ۱۶ مه
د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک لارې د پرانيستلو پرېکړه نن د شنبه بېرته ځنډولې ده، خو د پرېکړې د ځنډولو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.
پرون د چمن – سپين بولدک پر پوله د افغان او پاکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د شنبې له ورځې به د څو ساعتونو لپاره پوله د بار وړونکو لاريو او کانټينرونو پر مخ د پاکستان له لوري پرانيستل شي او له درېو ورځو وروستو به د سپين بولدک له لوري پوله پرانيستل کېږي.
خو د شنبې په ورځ د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان او افغان سرحدي چارواکو د فلېګ ميټنګ په نامه د غونډې دغه پرېکړه وځنډوله او اعلان يې وکړ، چې پوله به د تېرو ورځو په څېر په بشپړه توګه تړلې وي.
د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو او تجارانو ترمنځ ياده غونډه د پولې دواړو غاړو ته ايسار د سوداګرو او مال وړونکو کانټينرونو د لېږد په موخه شوې وه. څو د باروړونکو لاریو او کانټينرونو په واسطه خوراکي توکي، درمل او نور د اړتيا وړ توکي ولېږودل شي. په پرېکړه کې ويل شوي، چې پوله به د سهار له لس بيا د غرمې تر درېو بجو پوري پرانيستل شوې وي. او هغو افغانانو ته به هم اجازه ورکړل شي، چې پر پوله ايسار وي، له هغه وروسته به په سپين بولدک کې ايسار پاکستاني سوداګرو ته اجازه ورکړل شي، چې پر پوله تېرشي. په پرېکړه کې دا هم ويل شوي، چې پاکستان ته راتلونکي کسان به پر پوله څوارلس ورځې کرنتين کېږي. خو يوه ورځ وروسته د پاکستان مرکزي حکومت برسېره پر دې چې خلک د پولې د تړلو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د غبرګو هيوادونو د چارواکو دغه پرېکړه وځنډوله. د جمعې په ورځ د چمن د تجارانو د اتحاديې مشرانو هم په خبري کنفرانس کې له حکومت او اړونده چارواکو غوښتي چې پوله دې د زرګونو خلکو ستونزو ته په پام سره پرانيستل شي.
تجاران وايي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ګډه پوله پوري د شاوخوا شل زره کسانو ژوند تړلی دی.