تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۱۰ پېښې د هرات او کابل په لابراتوارونو کې څېړل شوې دي چې له جملې څخه یې ۲۸ پېښې مثبتې بلل شوېدي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په تازه پېښو کې ۱۰ تنه په کابل، ۱۰ تنه په هرات، ۸ تنه په کندهار، ۳ تنه په پکتیا، ۲ تنه په بلخ، ۲ تنه په سمنګان، ۲ تن په کاپیسا، ۱ تن په تخار او یو بل تن په زابل کې کورونا نیولی دی.
نوموړی وايي، په دې سره کورونا ۲۳ ولایتونو ته رسېدلې او ۳۳۷ تنه کورونا نیولي چې هرات او کابل په کې لومړی او دویم تر ټولو ډېر ناروغان لرونکي ولایتونه دي.
د مایار په خبره هرات، کابل، سمنګان، لوګر، کاپیسا، بلخ، زابل، دایکندي، بادغیس، کندهار، غزني، نیمروز، ننگرهار، سرپل، بدخشان، بغلان، پکتیکا، پکتیا، کندوز، غور، فاریاب او تخار هغه ولایتونه دي چې کورونا ویروس پکې تشخیص شوی دی.
له دې منځه تر اوسه په هرات، دایکنډي، سمنګان، کاپيسا، کندهار، نیمروز، فراه او بادغیس کې ۱۳ تنه له کورونا جوړ شوي دي خو په کابل، هرات، بلخ او دایکندي کې ترې ۷ تنه مړه شوي دي.