تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷ مه: افغانستان په لومړي ځل باندې هرات کې ۱۸ ورځو کې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره یو سل بستریز روغتون جوړ کړ.

د دغه روغتون چارې ۱۸ ورځې وړاندې پیل او نن د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش لخوا پرانیستل شو.

د هرات ولایتي اداره وایيؤ دغه روغتون په ۲۰۶۴ متر متربع ځمکه د ولسمشر په امر د ملي پراختیا شرکت لخوا جوړ شوی او هغه یې په شلو ورځو کې د بشپړیدو غوښتنه کړې وه، چې ۳ شفټونو کې پرې ۲۵۰ کارګرو کار کړی دی.

په دې سل بستریز روغتون کې تیار شوي قطعات یا لړی بلاکونه کارول شوي دي چې ۲۴ څلور کسیزې او ۱۲ یو کسیزې خونې لري.

همداراز په کې لابراتوارونه، د ډاکټرانو خونه او نرسانو خونې هم شته.

دغه روغتون کې به له بهر څخه راوړل شوي طبي وسایل او تجهیزات ځای پر ځای شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم هرات کې د کورونا د درملنې یو ۳۰۰ بستریز مرکز پرانیستل شو او له هغې وړاندې دغه ولایت یوازې د کورونا د ناروغانو لپاره د سلو بسترونو اسانتیا لرله، مګر اوس ی‌ ځایي حکومت په دغه ولایت کې د کورونا ناروغانو ته د ۱۰۰۰ بسترونو چمتووالی نیسي.

په افغانستان کې د کورونا ۷۷ فیصده پېښې په هرات کې دي او تر اوسه ۴ هراتیان له دغه ویروس څخه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *