تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷ مه: هندي راسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د سیکانو په درمسال له برید وروسته دغې مذهبي ډلې د افغانستان د پریښودلو لپاره له هند مرسته غوښتې.

انډین اکسپریس ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي، چې افغان سیکانو کابل کې د هند سفارت ته یو لیک لیږلی چې پکې یې لیکلي داعشیان هر وخت دوی تهدیدوي او باید چې دوی ژر تر ژره نور افغانستان پریږدي.

ورځپاڼې د سیکانو له قوله ویلي چې داعش دوی ته هره ورځ زنګونه کوي او ګواښونه ورته کوي، نو که افغانستان پرینږدي له بد برخلیک سره به مخ شي.

په یاد لیک کې وړاندې راغلي چې له ۶۵۰ بیا تر ۷۰۰ پورې سیکان غواړي ژر تر ژره له افغانستان ووځي او تر دې وروسته یو هم له دوی حاضر ندی چې افغانستان کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه هفتې وړاندې یو بریدګر چې پنجابي غږېده، د کابل شور بازار کې د سیکانو درمسال ته ننوت چژ لږ تر لږه یې ۲۷ تنه و وژل او ۸ تنه نور یې ژوبل کړل.
هند دا کار د لشکر طیبې، حقاني شبکې،جیش محمد او آی ایس آی کار وباله چې د داعش په توسط یې ترسره کړ.

د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم په سیکانو او هندوانو بریدونه شوي چې د دغو بریدونو مسئولیت هم داعش منلی و.

بلخوا تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت ریاست وویل، هدفي عملیاتو کې یې د کابل شور بازار د سیکانو په درمسال د برید طراح او د داعش خراسان والي عبدالله اورکزی یې له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای نیولی دی.

د ملي امنیت له لوري تاند ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلی چې عبدالله اورکزی د اسلم فاروقي په نوم هم پیژندل کېده، د اورکزیو د اخونزادګانو کلي اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې مهم غړی دی.

د ملي امنیت په وینا، د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون ۱۹ ترهګر نیولي دي.

ملي امنیت وایي عبدالله اورکزي یا اسلم فاروقي ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *