تاند(یکشنبه، د حمل۱۷) ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه رسماً معرفي کړ.

د ښاغلي اتمر د معرفۍ په مراسمو کې ولسمشر غني وویل« زموږ د ډيپلوماسۍ دستګاه باید په بین المللي کچه زموږ ملي اراده تمثیل کړي. موږ باید د سیمه ییزې اجماع محور او سیمه ییزه همکاریو څلور لاره واوسو.»

ده زیاته کړه، «زه د نورو برعکس په افغانستان کې د بحران پرځای فرصت وینم او باوري یم چې له نوې کابینې سره به چې د تشکیل په حال کې ده، په افغانستان کې فرصتونه ایجاد شي.»

حنیف اتمر په وروستیو نژدې دوو لسیزو کې د کلیو د پراختیا او بیا رغونې، پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د ملي امنیت د سلاکار په توګه دندې اجرا کړي او یو له کامیابو وزیرانو څخه شمېرل کېږي.

اتمر په ځانګړي ‌ډول هغه مهال ډېره وړتیا وښوده چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر و.

د ښاغلي اتمر د معرفۍ په غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل«موږ غواړو په بهرني سیاست کې نوې اړیکې ایجاد کړو او د داخلي قدرت او وحدت په تمثیل سره هغه بهرنۍ انتباه، چې ګواکي دا دولت د ټولو استازیتوب نه کوي، له منځه یوسو.»

صالح، چې ویل کېږي له طالبانو سره ځانګړی حساسیت لري، همداراز وویل « موږ به د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې د ځینو هیوادونو له لوري د طالبانو ډلې ته د باج ورکولو لړۍ حداقل ته ورسوو.»

ده وویل چې ځینې کسان لا هم دوهم بون کنفرانس ته منتظر دي خو باید دا درک کړي چې دا نوي یمه لسیزه نه ده او د افغانستان حالات بدل شوي دي.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا له لوري د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د جرمني په بون کې د اوسني دولت بنسټ کېښودل شو خو د ډېرو په باور پکار وه چې له هماغه پیله په دولت کې طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب ته هم برخه ورکړای شوې وای څو جګړې ته لاره نه وای هواره شوې.

ولسمشر غني نن (یکشنبه) د یو شمېر سیاستوالو له غوښتنې وروسته د کابینې د غړیو د ټاکنې لړۍ ودروله.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي وویل چې ولسمشر امر کړی چې د کابینې د غړیو د نومونې بهیر دې د ۵ ورځو لپاره ودرول شي څو سیاسي خبرواترو ته زیات فرصت برابر شي.

تر دې وړاندې نن عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، کریم خلیلي او یونس قانوني په یوه اعلامیه کې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د څه مودې لپاره د دولتي چارواکو ګومارنې ودروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *