تاند(یکشنبه، د حمل۱۸) په افغانستان کې په کورونا وایرسو (کوویډ۱۹) د اخته کسانو رسمي شمېر تر پرون ناوخته پورې درې نیم سوو ته ورسېد.
بیا هم اکثره نوې پېښې په هرات کې ثبت شوې چې له ایران سره ګاونډی دی او په دې ناورغۍ اخته کسان هم له ایران څخه ورته راځي.
د هرات په لابراتوار کې په کورونا د ۷۰ تنو مشکوکو کسانو د وینو معاینې وښوده چې د ۱۲ تنو کورونا مثبته ده.
په دغو ۱۲ تنو کې ۹ د هرات او ۳ د نیمروز اوسېدونکي دي.
د دغو کسانو د کورونا له تایید سره په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۳۴۹ تنو ته ورسېدې.
تر پرون پورې په افغانستان کې په کورونا وایرسو ۷ تنه مړه شوي خو په عین حال کې ۱۵ تنه له دې ناروغۍ ښه شوي دي.
په نوره نړۍ کې د افغانستان په وخت د تېرې شپې تر ۱۲ بجو پورې (یو ملیون، ۲ لکه ۶۱ زره ۴۰۵) تنه په دې ناروغۍ اخته شوي.
یوازې پرون د ۶۰ زرو تنو کورونا وایرس تایید شول. همداراز پرون له دې وایرسو ۳ زره ۷۸۷ تنه مړه شول چې ورسره په دې ناروغۍ د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۶۸ زره ۴۷۵ تنو ته ورسېد.
اوس تر ټولو دېر کسان په امریکا کې په کورونا اخته دي.
په متحدو ایالتونو کې (331,519)، په هسپانیا کې (130,759)، په ایټالیا کې (128,948)، په جرمني کې (100,009)، په فرانسه کې (89,953)، په چین کې (81,669)، په ایران کې (58,226)، په بریتانیا کې (47,806)، په ترکیه کې (27,069)، په سویس کې (21,100)، په بلجیم کې (19,691)، په هالنډ کې (17,851)، په کاناډا کې (15,425)، په اتریش کې (12,051) او په پرتګال کې (11,278) تنه په کورونا وایرسو اخته اعلان شوي دي.
جنوبي امریکا او افریقا ته هم دا وایرس په خپرېدو دي.
په برازیل کې تر اوسه (10,627) تنه په کورونا اخته شوي دي.
خو چین ته نژدې هیوادونو لکه جنوبي کوریا او جاپان په نسبي ډول ځان ښه ساتلی دی. په جنوبي کوریا کې لس زره ۲۳۷ تنه په کورونا اخته دي خو په جاپان کې د ۳ ۱۳۹ تنو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
تر ټولو زیات کسان په ایټالیا کې مړه شوي چې شمېر یې تر تېرې شپې پورې ۱۵۸۸۷ تنو ته رسېده. ورپسې هسپانیا ده چې ۱۲ زره ۴۱۸ تنه پکې مړه شوي دي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې، چې تر چین ډېر وروسته پکې کورونا خپره شوه، تر پرون ناوخته پورې ۹۶۰۴ تنه مړه شوي وو خو چین وايي چې د کورونا وایرسو د خپرېدو له پیله تراوسه په دې وبا د دوی ۳ زره ۳۲۹ تنه مړه شوي دي.
لوېدیځې رسنۍ وايي چې د چین، روسیې، ترکمنستان او ایران له لوري په اعلان شویو شمېرو هیڅ باور نه شي کېدای.