تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ۹ ولایتونو کې د کورونا ۳۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۳۶۷ ته لوړې شوې.
د هغه په خبره تازه ۳۰ پېښو څخه یې ۱۶ په هرات، ۶ په کابل، ۳ په نیمروز، ۲ په کندوز، ۲ په فاریاب او یوه په دایکنډي کې ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې کورونا د افغانستان ۲۳ ولایتونو ته رسېدلې او کبله یې تازه یو بل ښار د فاریاب میمنه هم قرنطین شوه.
کورونا دا مهال د نړۍ په ۲۰۲ هیوادونو کې له ۶۹ زرو زیات کسان وژلي او یو میلیون ۲۷۴ زره پرې اخته شوي دي، خو ۲۶۰ زره ترې روغ شوي دي.
https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147642
دا مهال ټوله نړۍ د کورونا له کبله تقریبا قرنطین ده او له څلورو میلیاردو زیات وګړي په کور ناست دي، همدا راز د افغانستان ننګرهار، بادغیس، هرات، کندهار، کابل، غور، نیمروز، فراه او ځینې نور ښارونه هم په بشپړ یا نیمه بشپړ ډول بند دي.